کندهار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۸): په کندهار کې د یوه معیاري او عصري زندان جوړولو چارې پیل شوې.
دغه زندان پر ۱۲۰ جریبه ځمکه په دامان ولسوالۍ کې جوړېږي چې د دولت له پرمختیايي بودیجې ورباندې ۳۱۴ میلیونه افغانۍ لګول کېږي.
د دغه عصري او په نړیوال معیار جوړېدونکي زندان د جوړولو چارې به په ۳ کلونو کې بشپړې شي.
په دغو مراسمو کې د محبسونو او توقیف خونو عمومي رییس لوی پاسوال عبدالعلیم کوهستاني او ورسره پلاوي، د کندهار والي حیات الله حیات او نور چارواکو ګډون کړی وو.
د کندهار والي حیات الله حیات د دغه زندان د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال وویل، نوی زندان د ښار له ګڼې ګوڼې لیرې په دامان ولسوالۍ کې جوړېږي چې د بندیانو لپاره به ټولې قانوني اسانتیاوې ولري.
هغه زیاته کړه، په دغه زندان کې چې په عصري او نړیوال معیار جوړېږي، د بندیانو لپاره د لېسې، حرفوي زده کړو مرکز، لاسي صنایعو، وړکتون، روغتیايي مرکز او ګڼې نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دی وايي، په دې توګه به بندیان د خپل بند له مودې تېرولو وروسته د عادي وګړي په بڼه د ځان، کورنۍ او ټولنې لپاره د بیا خدمت کولو په موخه روزل شوی وي.
په کندهار کې د دغه نوي زندان د جوړولو د بنسټ ډبره په داسې حال کې اېښودل کېږي چې خلکو په وار وار غوښتنه کوله چې د کندهار عمومي زندان دې د ښار له ګڼې ګوڼې دباندې وویستل شي.
د کندهار عمومي زندان د کندهار ښار په لوېديځ کې د سرپوزې په سيمه کې د کندهار- هرات پر لويه لاره په ١٣٥٥ لمريز کال کې د سرادر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوى، چې اوسمهال د کورونو، دوکانونو او د استوګنې سيمو چاپېره کړى دى.
دغه زندان د هغه مهال له شرايطو سره سم جوړ شوى و چې اوسمهال د زندانيانو لپاره بسنه نه کوي او له بلې خوا د دغې سیمې اوسېدونکي یې هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن