کندهار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨) : د کندهار والي وايي چې په خاکرېز ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د ماين چاودنې له امله ٩ کسان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.
د کندهار والي حيات الله حيات د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا دوه بجو د خاکرېز ولسوالۍ د درزاب په سيمه کې پر يوه مازدا موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، د دې چاودنې په پايله کې ٩ کسان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي چې ټول ملکي وګړي دي.
د حيات په وينا، جسدونه او ټپيان د ولسوالۍ کلينيک ته وړل شوي او له هغه وروسته د کندهار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کندهار والي د طالبانو له خوا د ماينونو خښول او بيا پر ملکي وګړو چاودنې کول غندي او دا يې د نړيوالو قوانينو خلاف عمل ګڼلى دى.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کندهار د ملکي روغتون يو تن نوکريوال ډاکتر پژواک ته وويل، چې د ځينو ټپيانو لومړنۍ درملنه د ولسوالۍ په کلينيک کې شوې وه او بيا وروسته ميرويس روغتون ته راوړل شول.
نوموړي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
در خبر کندهار اضافه شود
ولسمشر غني دغه پېښه غندلې او هغه يې ترهګريز او انسان ضد عمل بللى دى.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ويل شوي چې د خلکو د تګ راتګ په لاره کې د ماینونو اېښودل او د ملکي وګړو او عام المنفعه تاسیساتو هدف ګرځول، بشري جنایت ګڼل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن