پل علم (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): په لوګر کې امنيتي مسوولينو ٩٠ ميله وسله کشف او ترلاسه کړې او ترڅنګ يې ٢٠ تنه نور په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب په تور نيول شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د خروار ولسوالۍ په بيګم کلي کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو د وسلو يوه لويه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دې زېرمې څخه ٨٣ ميله کلاشينکوفونه، اووه ميله تومانچې او يوه اندازه چاودېدونکي توکي او مرمۍ ترلاسه شوي دي.
د هغه په وينا، د يادې زېرمې دوه ساتوونکي هم نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، لوګر کې شل تنه د ځمکو د غصب په تور نيول شوي دي.
د دغه ولايت د څرخ ولسوال خليل الله کمال پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې ٢٠ تنه د ځمکو د غصب په تور نيولي دي.
ده زياته کړه: ((دغو کسانو زر جريبه دولتي ځمکه غصب کړې وه چې ټول مو د قانون منګلو ته وسپارل.))
کمال په څرخ ولسوالۍ کې د ځمکو د غصب کره اندازه په ډاګه نه کړه، خو ويې ويل چې په تېرو لسو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې ده.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په تېرو څلورو مياشتو کې ٣٥ کسان په لوګر کې د ځمکو د غصب په تور نيول شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن