مزار شريف ( پژواک، ۲۵چنګاښ، ۹۸) د بلخ ولايت د مزار شريف استيناف محکمې په يوه علني غونډه کې يو قاتل او دوه غله په دېرش او لسو لسو کلونو بند محکوم کړل.
د بلخ د استيناف محکمې مشر محمد شريف فاني د چنګاښ په ٢٥مه، د يوې علني محکمې له لارې لعل محمد چې د محمد عيسی زوی دی د حامد د قتل په تور په دېرشو کالوبند محکوم کړ.
لعل محمد نومي د روان کال د غبرګولي مياشتې په ۲۱ مه په دهدادي ولسوالۍ کې حامد چې د باز محمد زوی دی په بې رحمانه ډول وژلی و.
د حامد کورني وايي چې قاتل له دوى څخه د حامد د خوشې کېدو په بدل کې پنځه سوه زره افغانۍ غوښتې چې بيا يې هم له دې سره سره په بې رحمانه ډول وواژه.
د محکمې مشر همدا راز زياته کړه چې رحمت الله او محمد کريم د وسله والې غلا په تور نيول شوي چې اوس مهال د محکمې د حکم پر اساس په لسو لسو کلونو بند محکوم شول.
د قضايي هيئت مشر دا هم وويل چې مجرمين د استيناف غوښتنې حق لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن