کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨) : د هېواد مشهور ستورى پېژندونکى عبدالله کندهار وايي چې را روانه شپه به سپوږمۍ تندر نيسي او په افغانستان کې به هم د ليدو وړ وي.
کندهاري د چنګاښ په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د شپې په ١١ بجو او ١٣ دقيقو به سپوږمۍ لږ تندر ونيسي او په ١٢:٣١ بجو به ټوله سپوږمۍ تندر ونيسي.
هغه زياته کړه، د شپې تر دوو بجو پورې به ټوله سپوږمۍ تندر نيولې وي، خو بيا د سهار تر ٤:٤٧ پورې به فرعي دوام کوي او د سهار په ٥:٣٤ بجو به بېرته تندر خلاص شي.
د کندهاري په وينا، سپوږمۍ په خپل ذات کې لکه ځمکه بې نوره ده، رڼا له لمر نه ترلاسه کوي، ؛ نو کله چې ځمکه د سپوږمۍ او لمر په منځ کې حائله شي، د سپوږمۍ رڼا ورکه شي، دې حالت ته خسوف يا خسوف القمر وايي او کله چې بيا سپوږمۍ د ځمکې او لمر په منځ کې راشي، د لمر د يوې برخې رڼا پټه کړي، دې حالت ته کسوف يا کسوف الشمس وايي.
دغه کار شرعي صبغه هم لري، کله چې سپوږمۍ تندر ونيسي ؛ نو مسلمانان دوه رکعته لمونځ له جماعته پرته کوي .
بېګا ته به د سپوږمۍ تندر نيول په اسيا، افريقا او سوېلي امريکايي هېوادونو کې وليدل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن