ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تحصن کوونکي معلولين: ملګري ملتونه دې زموږ غږ تر ولسمشره ورسوي

تحصن کوونکي معلولين: ملګري ملتونه دې زموږ غږ تر ولسمشره ورسوي

author avatar
16 Jul 2019 - 16:38
تحصن کوونکي معلولين: ملګري ملتونه دې زموږ غږ تر ولسمشره ورسوي
author avatar
16 Jul 2019 - 16:38

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۸): لسګونو معلولينو چې له تېرو لسو مياشتو يې کابل کې د تحصن خېمه وهلې، نن د يوه لاريون په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له دفتر نه غوښتل چې غږ يې تر حکومتي مشرانو ورسوي.

دغو کسانو چې شمېر يې شاوخوا دېرشو تنو ته رسېده، نن له غرمې مخکې کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته لاريون وکړ.

د ځوانو معلولينو د ټولنيزې شورا مشر انجنير اسدالله کاموي، د لاريون پر مهال وويل، دوی چې لوړې زده کړې هم لري، له تېرو لسو مياشتو راهيسې په شهرنو پارک کې د تحصن خېمه وهلې او له حکومته خپل حقونه غواړي.

په مشرانو جرګه د يادو تحصن کوونکو له ډلې يو تن د انتصابي سناتور په توګه ګومارل، له دوی څخه يو تن د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې د کمېشنر په توګه ګومارل، په سياسي او ټولنيزو چاور کې مشارکت، معلولينو ته د کار زمينې برابرول، د جنګي او غيرجنګي معلولينو تر منځ تبعيض له منځه وړل، د لاريون کوونکو معلولينو له غوښتنو څخه دي.

کاموي دغو غوښتنو په اشارې د ملګرو ملتو دفتر چارواکو ته په خطاب کې وويل:"تاسو يو بې طرف ارګان ياست، ولسمشر او اجرايي رييس خو زموږ غږ وانه ورېد؛ له تاسو غواړو چې زموږ منځګړيتوب وکړئ او زموږ د مظلوميت او معلوليت غږ تر ولسمشر غني او اجرايي مشر ډاکټر عبدالله ورسوئ."

دی وايي چې په تېرو لسو مياشتو کې هېچا د تحصن کوونکو معلولينو پوښتنه نه ده کړې او نه يې غوښتنو ته کوم ځواب ورکړی.

هغه زياته کړه:"نن موږ د مظلوميت او معلوليت غږ د ملګرو ملتونو دفتر له لاري تر حکومته رسوو، موږ تحصيل کرده معلولين يو، که زموږ غوښتنې مشروع وي موږ ته بايد خپل حقوق راکړل شي او که مو غوښتنې غير مشروع وي بيا موږ ته قناعت راکړئ."

د کاموي په ګډون دوه تنه د معلولينو په استازيتوب د ملګرو ملتونو دفتر په غوښتنه، دغه دفتر ته ورغلل.

کاموي د يادو دفتر له کسانو سره د ليدنې په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل:"يو ځوان د کاکړ په نوم راووت، هغه راته وويل چې تاسو څه غواړئ؟ موږ ورته وويل غواړو چې [د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی] تداميچی ياماماتو زموږ غږ ولسمشر ته ورسوي، هغه راته وويل تاسو انتظار وباسئ زه ستاسو مسيج (پيغام) ياماماتو ته ورسوم که چېرته يې لازمه وګڼله، موږ به ستاسو غږ د ياماماتو له طرفه ولسمشر ته ورسوو او که يې دا لازمه وګڼله چې له تاسو سره وګوري بيا به ايميل درته وکړو؛ بس ورنه راووتو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.