ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان غوره ليګ ( اى پي ايل)  اړونده د فساد لس قضيې تر څېړنې لاندې دي

د افغان غوره ليګ ( اى پي ايل) اړونده د فساد لس قضيې تر څېړنې لاندې دي

author avatar
16 Jul 2019 - 17:01
د افغان غوره ليګ ( اى پي ايل)  اړونده د فساد لس قضيې تر څېړنې لاندې دي
author avatar
16 Jul 2019 - 17:01

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨) : د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د افغانستان غوره ليګ کرکټ سياليو ( اى پي ايل)  اړونده د فساد لس قضيې تر څېړنو لاندې دي.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې ويلي و چې د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا ورته د اى پي ايل د شفافيت راپور ورکړل شو، خو پژواک اژانس د کرکټ د نړيوالې شورا د فساد ضد څانګې له خوا داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د افغانستان غوره ليګ سياليو د فساد لس قضيې تر څېړنو لاندې دي.

د افغانستان غوره ليګ کرکټ شل اووريزې سيالۍ تېر کال د اکتوبر په مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې، چې په کې د افغانستان پنځو لوبډلو برخه اخيستې وه، خو په دې تجارتي سياليو کې د لسګونو افغان لوبغاړو ترڅنګ ګڼ شمېر مشهورو بهرنيو نړيوالو هم ګډون کړى وو.

د کرکټ د نړيوالې شورا د فساد ضد څانګې له خوا ددې سياليو ارزونه شوې او بشپړ راپور يې د افغانستان کرکټ بورډ ته استولى چې يوه کاپي يې پژواک هم ترلاسه کړې ده.

په دې راپور کې د فساد ترڅنګ د افغانستان غوره ليګ سياليو اړوند پر يو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث او ګوت نيونه شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د اى پي يل اړونده د فساد لس قضيې ترڅېړنو لاندې دي چې په کې شل شکمن کسان دخيل دي، خو ددغو کسانو نومونه نه دي په ډاګه شوي.

د کرکټ د نړيوالې شورا په دې راپور کې راغلي : (( څېړنې اوس هم روانې دي  او اټکل کېږي، چې يو شمېر کسان به د فساد ضد کوډ پر سرغړونو تورن شي.))

په راپور کې راغلي، د افغانستان غوره ليګ کرکټ شل اووريزو سياليو مخکې د افغانستان کرکټ بورډ له اجراييوي رييس او هندي شرکت سنېکسر له اجراييوي سره په دې اړه ځانګړې ناسته وشوه .

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د کرکټ د نړيوالې شورا د فساد ضد څانګې مسوول الېکس مارشل پر وړاندې شفيق ستانکزي ته وويل شول چې افغان غوره ليګ د لوړ خطر ډکه لوبه وي، ځکه چې د مفسدو کسانو خوا به هدف ګرځول کېږي.

په راپور کې راغلي، په دې ناسته کې داهم وويل شول چې له سياليو مخکې بايد د هغو کسانو په اړه ډېر احتياط وشي  چې ددې سياليو د پرمخ وړلو مسووليت لري.

په راپور کې راغلي، وروسته بيا د هندوستان اشيش سيټي ته ددې سياليو د تنظيمولو قرارداد ورکړل شو.

دغه راز سرچينې زياته کړې، د کرکټ بورډ بل مسوول بشير ستانکزي ته د سياليو د لوبډلو د اخيستونکو، د تلوېزيوني خپرونو، توليد کوونکو کمپنيو او مالي ملاتړ کوونکو پر وړاندې د خطرونو په اړه هم معلومات ورکړل شول.

د کرکټ د نړيوالې شورا په دغه راپور کې چې د افغانستان کرکټ بورډ ته استول شوي، راغلي چې په راتلونکي کې دې د دا ډول موضوعاتو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وشي.

په راپور کې راغلي، د اعتبارنامې ورکولو په برخه کې هم ستونزې وې او ډېرى مهال له ګوګل څخه استفاده کېده چې د اړوندو چارو لپاره مناسب نه و.

سرچينې ويلي، د کرکټ بورډ د کارکوونکو شېراغا همکار او بشير ستانکزي له خوا د اعتبار نامې  ورکولو پر مدير فشار راوړل شوى و چې په وروستيو شېبو کې يې ورکړي، چې دغه کار ددې ليګ شفافيت او امنيت ته خطر پېښ کړى و.

د کرکټ د نړيوالې شورا په راپور کې راغلي، د لوبډلو د خرڅولو په اړه  دوى ته په وخت معلومات نه وو ورکړل شوي ، له سياليو مخکې د ځينو لوبـډلو مالکان پيدا شول، خو تر سياليو مخکې بېرته بدل شول ، خو دوى په جريان کې نه وو.

په راپور کې راغلي چې د کرکټ بورډ مامورين بشير ستانکزى او شېراغا همکار له افغان لوبغاړو څخه د  اېجنټ (نماينده )په نامه پيسې راټولې کړې دي .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ځينو افغان لوبغاړو د اى سي سي د فساد ضد څانګې ته ويلي چې دغه پيسې له دوى بې اجازې اخيستل شوي او ياد دوه کسان يې استازي نه وو.

خو بشير ستانکزى دغه ادعا په کلکه ردوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، نه يې له لوبغاړو پيسې اخيستې  او نه بل کوم غلط کار يې کړى دى، رسنۍ دې له لوبغاړو سره مرکې وکړي، که چا ثابته کړه، نو په يوه پيغام کې به له ولس څخه بښنه وغواړي او ځان به څارنوالۍ ته معرفي کړي.

دغه راز شېراغا همکار چې هغه مهال د کرکټ د ملي لوبډلې مدير و، او اوس يې دنده ځنډېدلې ده، هم په ياد راپور کې پر ده لګيدلي تورونه رد کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغه معلومات چې خپاره شوي، دا د کرکټ دنړيوالې شورا راپور نه ، بلکې د ا رزولو لپاره کرکټ بورډ ته استول شوي وو ، څو په کارونو کې ښه والى راوستل شي.

همکار وايي : (( ډېرو لوبغاړو زه د خپل منېجر په توګه ټاکلى وم او د ټولو قراردادونه هم راسره شته ، ما دهغوى په غوښتنه ورسره کار کړى، زه حاضر يم ټول ملت ته ځواب ووايم.))

د نوموړي په وينا، دادارې په غوښتنه په رسمي توګه غوره ليګ ته واستول شو ، خو کله چې پوى شو لوبغاړو سره کار کول رسمي دندې سره په ټکر کې راځي، نو ډډه يې وکړه.

همکار وويل، چې د اعتبار نامو سره دده هېڅ کار نه و، دنده يې يواځې له لوبډلو سره د منېجر په توګه و  او خپل اړونده ټول کارونه يې قانوني ترسره کړې دي.

دى وايي، چې د کرکټ بورډ د بورډ غړو ته يې هم شکايت کړى، ځېنو کسانو د شخصي عقدو له امله ددوى د بدنامولو هڅې کړې او ډېر ژر به له ملت سره ټول حقايق شريک کړي.

د يادونې ده چې د کرکټ د نړيوالې شورا دغه راپور تر اوسه په رسمي توګه نه دى خپور شوى، يواځې اوس څېړنې کوي.

په دې راپور کې راغلي، کرکټ بورډ د افغان غوره ليګ لپاره د سنېکسر په نامه يوې هندي کمپنۍ سره تړون کړى و، چې د دومره لويو ليګونو هېڅ تجربه يې نه لرله.

سرچينې زياته کړې : (( دغې کمپنۍ دايمي مامورين نه درلود.))

په راپور کې راغلي، ددې هندي کمپنۍ يو تن مسوول سيټهي په يوه بله قضيه کې تر څېړنو لاندې دى، چې په زمبابوې کې د کرکټ شل اووريز ليګ په اړه و چې تر پيلېدو مخکې يې مسوولين وتښتېدل. خو سيټهي دا ادعا رد کړې ده.

په راپور کې راغلي چې  د کرکټ د نړيوالې شورا د فساد ضد څانګه د افغان غوره ليګ د فساد په اړه په څلورو هېوادونو کې څېړنې کوي چې له دې هېوادونو څخه شکمنو کسانو په دې سياليو کې برخه اخيستې وه.

خو اى سي سي  ويلي چې دا څېړنې لا روانې دي او کېداى شي څو مياشتې وخت ونيسي.

ددې راپور په پاى کې راغلي چې افغان غوره ليګ له تېرو څو کلونو راهيسې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د نړيوالې شورا د فساد ضد څانګې ته د سرچينو او ظرفيت له مخې يوه لويه ننګونه وه.

سرچينې زياته کړې، له تېرو څو کلونو راهسيې هېڅ ټورنمنټ دخطر او ګواښ له دومره لوړې کچې سره نه و مخامخ شوى.

په راپور کې راغلي، تر ټولو ستره ستونزه د لوبډلو د مالکانو په اړه وه ، دغه راز د لوبډلو د مالي ملاتړ په اړه هېڅ ډول شفافيت په نظر کې نه و نيول شوى .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.