کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۸): د ميدان وردګو ولايتي روغتون او ځينې نور روغتيايي مرکزونه له درېيو ورځو راهيسې ځکه فعاليت نه لري، چې د سوېډن کمېټې اړوند کارکوونکي يې طالبانو له کاره منع کړي دي.
دا کار وروسته له هغه شوى چې د دغه ولايت په دايميردادو ولسوالۍ کې پر يوه روغتيايي مرکز د دولتي ځواکونو د بريد پر مهال ملکي کسان ووژل شول.
د راپورونو له مخې، ځينو سيمه ييزو سرچينو ويلي وو چې دولتي ځواکونو د ميدان وردګو د دايميرداد ولسوالۍ په تنګي سيدان سيمه کې د يوه روغتون دوه ډاکټران، يو څوکيدار او يو بل تن وژلي او يو ډاکټر يې هم له ځان سره بېولى دى.
خو دولتي سرچينې بيا ويلي و چې دولتي سرتېرو په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال مخالفين وژلي او د يوه ډاکټر په ګډون يې دوه نور ژوندي نيولي دي.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک وايي، طالبانو تر دغه بريد وروسته د ميدان وردګو ولايت ولايتي روغتون ځينې کسان ګواښلي او ورته ويلي يې دي چې دندو ته دې نه ځي.
هوتک وايي: "دغه روغتون درې ورځې کېږي چې رخصت دی، کارمندان يې نه راځي تر څو صحي خدمات وړاندې کړي؛ دغو کارمندانو ادعا کړې چې د نامعلومو کسانو له خوا ورته ويلي شوي چې روغتون ته رانه شي."
دی زياتوي، ياد ولايتي روغتون ته د ورځې سلګونه کسان د درملنې په موخه ورځي او نن د نسايي ولادي لس ناروغان چې ياد روغتون ته يې مراجعه کړې وه، نورو روغتونونو او يا هم کابل ته لېږدول شوي دي.
هوتک وايي: "له حکومته مو هيله داده چې د شپنيو پوځي عملياتو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مخنيوي ته پام وکړي، د جګړې ښکېلې ډلې بايد له روغتونونو او ښوونيزو مرکزونو سياسي ګټه پورته نه کړي او له جګړو يې دې لرې وساتي."
د ميدان وردګو د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمد سالم اصغر خېل هم وايي: "ولايتي روغتون او نور روغتونونه په مطلق ډول نه دي بند، خو د دايميردادو ولسوالۍ د تنګي سيدان پر روغتيايي مرکز تر بريد وروسته د دولت وسله والو مخالفينو د سويډن کمېټې صحي کارمندان يو ډول تهديد کړي او له همدې وېرې اکثره کارمندان نه راځي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن