ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي : په دې وروستيو کې د غزني امنيتي وضعيت ښه شوى

والي : په دې وروستيو کې د غزني امنيتي وضعيت ښه شوى

author avatar
16 Jul 2019 - 17:05
والي : په دې وروستيو کې د غزني امنيتي وضعيت ښه شوى
author avatar
16 Jul 2019 - 17:05

غزني ښار (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د غزني والي وايي چې په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت ښه شوى او نور هم د ښه کېدو خواته روان دى، خو د دې ولايت اوسېدونکي له ناامنيو څخه شکايت کوي.

د غزني والي وحيدالله کليمزي د چنګاښ په ٢٥مه د خبري غونډې پرمهال وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې وسله والو طالبانو د جګړې توان له لاسه ورکړى، يواځې له موټر بم او د سړک غاړې ماين له چاودنو څخه کار اخلي.

دى زياتوي: ((طالبانو په وروستي موټربم بريد سره وښوده چې دوى د هېچا د ژوند پروا نه لري، که هغه ملکي وي يا نظامي.))

شاوخوا لس ورځې وړاندې د غزني ښار په شاه مير سيمه کې د ملي امنيت پر يوه مرکز د موټر بم بريد وشو چې په ترڅ کې يې د ملکي وګړو په ګډون ١٢ تنه ووژل او ١٨٨ نور ټپيان شول.

دغه راز کليمزي دا هم وويل چې امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې ډېرې سيمې له طالبانو څخه نيولي چې ښه بېلګې يې د ده يک او خواجه عمري ولسواليو بېرته نيول دي.

دى وايي: ((اوس دلته امنيت ډېر ښه شوى، خو که خلک همکاري وکړي، دغه امنيت به نور هم ښه شي.))

خو بل لور ته د غزني اوسېدونکي بيا وايي چې په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى دى.

د غزني ښار اوسېدونکي شفيع الله پژواک ته وويل، په تېرو دوه مياشتو کې يواځې په غزني ښار کې درې د موټر بم بريدونه شوي دي.

دى وايي: ((په دغو بريدونو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، دا څنګه امنيت دى؟ امنيت چېرته ښه شوى دى؟ امنيت ډېر زيات خراب شوى دى، خلک ډېر په وېره کې ورځې شپې تېروي.))

دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي احسان الله پژواک ته وويل، هره شپه وسله وال طالبان د ښار پر کمربندي پوستو بريدونه کوي.

دى زياتوي: ((دوه ورځې وړاندې د قلعه جوز په سيمه کې پر پوليسو چاودنه وشوه، څلور تنه په کې ووژل شول، نور نو څنګه طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري، د ملت په سترګو کې بايد خاورې ونه شيندل شي.))

د يادونې ده چې د غزني له ١٨ ولسواليو ١٤ يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخامخ دي او ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې هم کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.