ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان له ١٣٥ ورځو وروستو خپل فضايي حريم دالوتکو لپاره پرانست

پاکستان له ١٣٥ ورځو وروستو خپل فضايي حريم دالوتکو لپاره پرانست

author avatar
16 Jul 2019 - 08:59
پاکستان له ١٣٥ ورځو وروستو خپل فضايي حريم دالوتکو لپاره پرانست
author avatar
16 Jul 2019 - 08:59

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨) : د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، چې پاکستان له ١٣٥ ورځو وروستو خپل فضايي حريم دالوتکو لپاره پرانستى دى.

د يادې ادارې لخوا د چنګاښ په ٢٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پاکستان حکومت تېره ورځ ۷:۱۱ بجو اعلان وکړ  چې ددې هېواد هوايي حريم د ټولو ملکي هوايي ټرافيکو پرمخ پرانستل شو.

د افغانستان هوايي چلند اداره د پاکستان ددې اعلان د هرکلي ترڅنګ ويلي، چې دې ستونزې د سیمې د هوايي ټرافيکو سيسټم يې خراب کړ  او د افغانستان هوايي چلند سکټور ته يې ډېر مالي زيان اړولی  دى.

که څه هم سرچينې نه دي ويلي چې څومره مالي زيان اوښتى، خو تر دې مخکې دغې ادارې ويلي وو، چې تر ١٢٠ ميليونه ډالرو ډېر زيات زيان اوښتى دى.

د هوايي چلند ادارې د افغانستان د حکومت له مشرتابه څخه مننه او قدرداني کوي چې په دې برخه کې يې هلې ځلې کړې دي.

له دې ورسته به د کابل- ډيلي او کابل- ممبۍ، پروازونه به د ختيځ له لارې د پاکستان پر فضاييي حريم ترسره کېږې شي.
د يادونې وړ ده، چې پاکستان دغه کار وروسته له هغه وکړ، چې له هندوستان سره يې لنډه نښته وشوه او پاکستان د هندوستان يوه الوتکه وغورځوله.

پاکستان د هندۍ الوتکې پيلوټ ژوندى نيولى و، چې وروسته يې بېرته هندوستان ته وسپارلو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.