ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  لوګر کې د ٢٥ وسله والو طالبانو د وژل  کېدو ادعا وشوه

په لوګر کې د ٢٥ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

author avatar
16 Jul 2019 - 11:04
په  لوګر کې د ٢٥ وسله والو طالبانو د وژل  کېدو ادعا وشوه
author avatar
16 Jul 2019 - 11:04

پل علم (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې په مرکز کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوى چې له امله يې ٢٥ طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي، خو طالبان بيا وايي چې بريد پر جومات شوى او وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا وياند احمد شکيل تسل د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د کمال خېلو په سيمه کې پر وسله والو طالبانو د ځمکې او هوا له لارې عمليات کړي دي.

دى وايي:((طالبان د همدې سيمې جومات ته څېرمه پټ شوى وو چې د امريکايانو بې پيلوټه الوتکې پرې بريد کړى دى.))

د تسل په وينا، په دغه بريد کې د پنځو قوماندانانو په ګډون ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي او لس تنه نور يې ټپيان شوي دي.

دغه راز د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل چې بهرنيو ځواکونو په کمال خېلو کې پر طالبانو هوايي بريد کړى دى.

ده وويل چې په دغه بريد کې د درېيو قوماندانانو ملا حبيب اخندزاده، ملا نعمت او ملا حميد په ګډون ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

لونګ زياتوي چې په دغه بريد کې جومات نه دى ويجاړ شوى، يواځې دوه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

همدارنګه د سيمې يوه اوسېدونکي ګل الرحمن پژواک ته وويل چې پرون افغان ځواکونه د دې سيمې په يوه کور کې را ټول شوي وو چې بيا طالبانو دغه کور کلا بند کړ.

هغه وايي: ((همدلته د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه وشوه، په دې جګړه کې يو طالب ووژل شو، طالبان د خپل ملګري په مړي را ټول وو چې وروسته د جومات نه خلک و وتل هغوى هم د مړي خواته راغلل په همدې وخت کې له هوا نه پر دوى بريد وشو.))

د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې ٢٠ طالبان او څلور عام وګړي وژل شوي او ١٥ طالبان او عام وګړي ټپيان شوي دي.

ګل الرحمن وايي چې بريد د کلي جومات ته څېرمه شوى او جومات ته په کې ډېر لږ زيان اوښتى دى.

خو بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه بريد د کلي پر جومات شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.