ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړيوال جام کې ٧٠ سلنه افغان لوبغاړو معياري روغتيا نه لرله

په نړيوال جام کې ٧٠ سلنه افغان لوبغاړو معياري روغتيا نه لرله

author avatar
16 Jul 2019 - 14:19
په نړيوال جام کې ٧٠ سلنه افغان لوبغاړو معياري روغتيا نه لرله
author avatar
16 Jul 2019 - 14:19

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨) : د افغانستان کرکټ بورډ ته نږدې سرچينې وايي چې په نړيوال جام کې ٧٠ سلنه افغان لوبغاړو فټنس ټسټ يا معياري روغتيا نه لرله.

د کرکټ د قوانينو له مخې، له لوبو مخکې له لوبغاړو څخه د روغتيا ازموينه يا فټنس ټسټ اخيستل کېږي، د افغانستان کرکټ بورډ ددې لپاره ١٧،٣ نومرې معيار ټاکلى دى.

کرکټ بورډ ته يوې نږدې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې د کرکټ نړيوال جام ته ملي لوبډله اعلانېدله، نو په سوېلي افريقا کې ورته تمريناتي کمپ ونيول شو.

سرچينې زياته کړه، پلان داسې وه چې افريقا ته له تګ څخه مخکې په کابل کې له لوبغاړو فټنس ټسټ واخيستل شي؛ خو ګڼ شمېر لوبغاړو ورسره مخالفت وکړ او په کابل کې دغه کار ونه شو.

د کرکټ بورډ يادې سرچينې وويل، په کابل کې دا بهانه وشوه چې دلته د ملي لوبډلې بهرنى ټرينر نشته او د هغه په نه شتوالي کې دا کار نه کېږي.

د يادونې ده چې د ملي لوبډلې بهرنى سر روزونکى  د ويسټ انډيز سيمنز هېڅکله افغانستان ته نه و راغلى او ترينر هم .

سرچينه وايي، کله چې ملي لوبډلې د نړيوال جام لپاره په سوېلي افريقا کې تمرينات وکړل ؛ نو هلته يا خو ځينو لوبغاړو بېخي ټسټ ورنه کړ او يا ناکام شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،  يواځې څو تنه لوبغاړي په دې ټسټ کې بريالي شول.

وروسته په نړيوال جام کې معلومه شوه چې شهزاد محمدي د سمې روغتيا نه لرلو له امله سمه لوبه نه شواى کولى چې بيا کور ته ولېـږل شو، دغه راز په نورو لوبو کې د اصغر افغان ترڅنګ يو شمېر نورو لوبغاړو هم ستونزې درلودې.

يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د لوبډلې پاکستاني ډاکټر لوبغاړي پر پيچکاريو او ګوليو روږدي کړي وو او د لوبو پر مهال به يې ورکول.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د نړيوال جام لپاره د لوبډلې د غوراوي د کمېټې د مشر دولت احمدزي نظر واخلي، خو هغه سره اړيکه ټينګه نه شوه.

خو د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست مشر رييس احمدزى وايي چې فټنس، ډسپلين او وړتيا ښودل دا د لوبو لپاره لوړ معيارونه دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل : (( زه اوس د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکى هم يم ، ما دغه پورته شيان معيار ټاکلى او هر لوبغاړى چې پر دې معيار برابر نه وي، په لوبډله کې ځاى نه شي موندلى.))

احمدزى وايي، دى د نړيوال جام لپاره د چمتووالي د پروګرامونو له پروسې بهر و، ځکه ده له ١٩ کلنو سره سروکار درلود.

د نوموړي په وينا، کوم معيار چې د ١٩ کلنو لپاره ټاکل شوى، دا ملي لوبډلې لپاره هم دى، ځکه چې دا د لوبغاړو د ټاکنو د تګلارې مهمه برخه ده.

ده زياته کړه، د ملي لوبډلې لپاره د فټنس يا روغتيا ټسټ لپاره ١٧،٣ نومرې او د ١٩ کلنو لپاره ١٧،١ نومرې معيار ټاکل شوى او چاچې له دې کمې واخيستې، هغه بايد په لوبډله کې چانس ترلاسه نه کړي.

احمدزى وايي : (( تر څو پورې چې لوبغاړي بشپړه روغتيا ونه لري او فټ نه وي، هغوى په لوړه کچه له لويو لوبډلو سره لوبې نه شي کولى .))

هغه وويل، راتلونکې مياشت د ١٩ کلنو لوبډله په اسيايي سياليو کې ګډون کوي او د هغې لپاره يې ښه چمتووالى نيولى دى.

د نوموړي په وينا، د دې سياليو لپاره يې ٢٠ کسيزه لوبډله ټاکلې او ټولو فټنس ټسټ ورکړى او په کې بريالي شوي دي.

دى وايي، څو ورځو کې به د اسيايي جام سياليو لپاره د١٩ کلنو  ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړي.

احمدزي وويل، چې په ١٩ کلنو لوبډله کې عابد تڼى، فرحان زاخېل، شفيق غفاري او د نور احمد په څېر پياوړي لوبغاړي شته، چې په راتلونکي کې ملي لوبډلې ته لاره موندلى شي.

هغه د ځوان توپ اچوونکي قيس احمد ستاينه وکړه او ويې ويل چې هغه په لوړه کچه د کرکټ لوبې کولو وړتيا لري.

نوموړي د افغانستان د کرکټ بورډ له غړو څخه وغوښتل چې خپلې پرېکړې له قانون سره سم ترسره کړي او ملي ګټې په نظر کې ونيسي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر او اجراييوي رييس د کرکټ نړيوالې شورا په غونډه کې د ګډون لپاره دا مهال په لندن کې دي او رييس احمدزى د سرپرست چارې پرمخ وړي.

هغه په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې د لوبو په اړه وويل، چې دا يوه ترخه تجربه وه، او له دې څخه بايد لوبغاړي او مسوولين ډېر څه زده کړي.

ده زياته کړه : (( موږ هم دا توقع نه لرله، چې لويو لوبډلو ته به ماتې ورکړو، خو داتمه وه چې له اسيايي لوبډلو سره ښې لوبې وکړو او دا ثابت هم شو.))

د نوموړي په وينا، د افغانستان اوپنران او د منځنۍ برخې توپ وهونکي هېڅ ونه ځلېدل او په ټولو سياليو کې هېچا هم سليزه ونه و هله.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.