ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د لوړ ولور له امله نږدې ٤٠ سلنه ځوانان پر خپل وخت واده نشي کولاى

پکتيا کې د لوړ ولور له امله نږدې ٤٠ سلنه ځوانان پر خپل وخت واده نشي کولاى

author avatar
16 Jul 2019 - 13:51
پکتيا کې د لوړ ولور له امله نږدې ٤٠ سلنه ځوانان پر خپل وخت واده نشي کولاى
author avatar
16 Jul 2019 - 13:51

ګردېز (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د لوړ ولور له امله ٤٥ سلنه ځوانان په خپل وخت واده نه شي کولى او ٢٠ سلنه نور يې بيا د عمر تر پايه د واده کولو نه جوګه کيږي. 

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفا مشفق د چنګاښ په ٢٥مه پژواک ته وويل که دولت د ولور په دې مهمه مسئله کې مداخله ونه کړي، نو ټولنيزې ستونزې به نورې هم ور سره زياتې شي.

دی وايي: ((د زيات ولور له کبله زيات ځوانان د ګډ ژوند له تېرولو پاتې دي؛ له دې ډلې د پکتيا تر ۴۵ فيصده ځوانان په خپل وخت ګډ ژوند نه شي جوړولی او تر شل فيصده نور په دې نه توانيږي چې واده وکړي، نو دا ډېره لويه او ګواښوونکې ستونزه ده، په دې برخه کې موږ هم خپلې هلې، ځلې کړې؛ خو د مخنيوي لپاره يې په لويه کچه اقداماتو ته ضرورت دی.))

په دې اړه د ګردېز اوسېدونکې فرشته نګاه هم لوړ ولور ژوند ګواښوونکی ناوړه ټولنيز دود يادوي، چې په خبره يې له دې امله ځوانان بې لاريو ته مخه کوي او يا په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.

نګاه له دولت څخه غواړي چې ديادې ستونزې د کابو کولو لپاره جدي مداخله وکړي.

نوموړې پژواک ته وويل: ((تاسو وګورئ د ځوانانو اقتصادي، روحي او رواني وضعيت څومره خراب دی، موږ غواړو چې ولور بايد راټيټ شي؛ ځکه چې زموږ د ټولنې ډېرې ستونزې له همدې لوړ ولور څخه دي.))

همدارنګه د احمدابا ولسوالي اوسېدونکى دوا جان وايي چې سږکال يې د عمر ٣٦ کال پيليږي، خو لا يې واده نه دى کړى.

هغه پژواک ته وويل چې د ولور د پيسو پيدا کولو لپاره يې په پاکستان او دوبۍ کې ډېره موده مسافري کړې، خو په خبره يې لا هم له ګډ ژونده بې برخې دى.

ده زياته کړه: ((اصلا ما بايد لس، پنځلس کاله مخکې واده کړى واى، ژوند مو جوړ کړى واى، چې کله سپين ږيرى شم اولاد مې د لاس امسا واى، خو اوس هېڅ هم نشته. که چېرته څوک کوژده هم وکړي، نو د ولور پوره کولو څو کلونه يې په لالهاندۍ کې تېريږي، له دې سره د هلک سربېره د نجلۍ ژوند هم تباه کيږي.))

د نوموړي په وينا، پلار يې له څو کلونو په تمه دى چې د ولور کچه به ټېټه شي خو لا هم دغه ستونزه پر خپل حال پاتې ده.

د پکتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان د لوړ ولور اخيستو د دود دوام اندېښمنوونکی بولي او وايي چې د يادې ستونزې له امله په ټولنه کې اخلاقي فساد زيات شوی دی.

حقبیان په دې برخه کې د علماوو مسووليت زيات يادوي او ټينګار کوي چې د هرې سيمې ديني عالمان بايد د دې مهمې ټولنيزې ستونزې په حل کې ځان ښکېل او خلک له زيات ولور اخيستو منع کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.