د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بېګا شپې ته سپوږمۍ تندر نيسي

بېګا شپې ته سپوږمۍ تندر نيسي

Jul 16, 2019 - 11:39

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨) : د هېواد مشهور ستورى پېژندونکى عبدالله کندهار وايي چې را روانه شپه به سپوږمۍ تندر نيسي او په افغانستان کې به هم د ليدو وړ وي.

کندهاري د چنګاښ په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د شپې په ١١ بجو او ١٣ دقيقو به سپوږمۍ لږ تندر ونيسي او په ١٢:٣١ بجو به ټوله سپوږمۍ تندر ونيسي.

هغه زياته کړه، د شپې تر دوو بجو پورې به ټوله سپوږمۍ تندر نيولې وي، خو بيا د سهار تر ٤:٤٧ پورې به فرعي دوام کوي او د سهار په ٥:٣٤ بجو به بېرته تندر خلاص شي.

د کندهاري په وينا، سپوږمۍ په خپل ذات کې لکه ځمکه بې نوره ده، رڼا له لمر نه ترلاسه کوي، ؛ نو کله چې ځمکه د سپوږمۍ او لمر په منځ کې حائله شي، د سپوږمۍ رڼا ورکه شي، دې حالت ته خسوف يا خسوف القمر وايي او کله چې بيا سپوږمۍ د ځمکې او لمر په منځ کې راشي، د لمر د يوې برخې رڼا پټه کړي، دې حالت ته کسوف يا کسوف الشمس وايي.

دغه کار شرعي صبغه هم لري، کله چې  سپوږمۍ تندر ونيسي ؛ نو مسلمانان دوه رکعته لمونځ له جماعته پرته کوي .

بېګا ته به د سپوږمۍ تندر نيول په اسيا، افريقا او سوېلي امريکايي هېوادونو کې وليدل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement