د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ميدان وردګو څو روغتونونو د طالبانو د ګواښ له امله فعاليت بند کړى

د ميدان وردګو څو روغتونونو د طالبانو د ګواښ له امله فعاليت بند کړى

Jul 16, 2019 - 19:29

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۸): د ميدان وردګو ولايتي روغتون او ځينې نور روغتيايي مرکزونه له درېيو ورځو راهيسې ځکه فعاليت نه لري، چې  د سوېډن کمېټې اړوند کارکوونکي يې طالبانو له کاره منع کړي دي. 

دا کار وروسته له هغه شوى چې د دغه ولايت په دايميردادو ولسوالۍ کې پر يوه روغتيايي مرکز د دولتي ځواکونو د بريد پر مهال ملکي کسان ووژل شول.

د راپورونو له مخې، ځينو سيمه ييزو سرچينو ويلي وو چې دولتي ځواکونو د ميدان وردګو د دايميرداد ولسوالۍ په تنګي سيدان سيمه کې د يوه روغتون دوه ډاکټران، يو څوکيدار او يو بل تن وژلي او يو ډاکټر يې هم له ځان سره بېولى دى.    

 خو دولتي سرچينې بيا ويلي و چې دولتي سرتېرو په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال مخالفين وژلي او د يوه ډاکټر په ګډون يې دوه نور ژوندي نيولي دي.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک وايي، طالبانو تر دغه  بريد وروسته د ميدان وردګو ولايت ولايتي روغتون ځينې کسان ګواښلي او ورته ويلي يې دي چې دندو ته دې نه ځي.

هوتک وايي: "دغه روغتون درې ورځې کېږي چې رخصت دی، کارمندان يې نه راځي تر څو صحي خدمات وړاندې کړي؛ دغو کارمندانو ادعا کړې چې د نامعلومو کسانو له خوا ورته ويلي شوي چې روغتون ته رانه شي."

دی زياتوي، ياد ولايتي روغتون ته د ورځې سلګونه کسان د درملنې په موخه ورځي او نن د نسايي ولادي لس ناروغان چې ياد روغتون ته يې مراجعه کړې وه، نورو روغتونونو او يا هم کابل ته لېږدول شوي دي.

هوتک وايي: "له حکومته مو هيله داده چې د شپنيو پوځي عملياتو پر مهال د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مخنيوي ته پام وکړي، د جګړې ښکېلې ډلې بايد له روغتونونو او ښوونيزو مرکزونو سياسي ګټه پورته نه کړي او له جګړو يې دې لرې وساتي."

د ميدان وردګو د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمد سالم اصغر خېل هم وايي: "ولايتي روغتون او نور روغتونونه په مطلق ډول نه دي بند، خو د دايميردادو ولسوالۍ د تنګي سيدان پر روغتيايي مرکز تر بريد وروسته د دولت وسله والو مخالفينو د سويډن کمېټې صحي کارمندان يو ډول تهديد کړي او له همدې وېرې اکثره کارمندان نه راځي."

د ده په وينا، له درېيو ورځو راهيسې د ميدان وردګو ولايت د ولايتي روغتون په ګډون د دغه ولايت په ډېرو ولسواليو کې هم هغه روغتيايي خدمات چې د سوېډن کمېټې له خوا وړاندې کېدل، بند شوي دي.

د ده په وينا، د جلريز او بهسودو له دوو ولسواليو پرته په دغه ولايت کې د ټولو روغتيايي مرکزونو ۷۰ سلنه روغتيايي خدمات بند شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، د ميدان ښار د ولايتي روغتون په ګډون په دې ولايت کې ۸۲ روغتيايي مرکزونه فعال دي چې ۲۵ يې د بهسودو په دوو ولسواليو کې دي.

دى وايي چې د ولايت له روغتيايي شورا سره يې خبرې کړي تر څو په دې اړه له طالبانو سره خبرې وکړې او دغه ستونزه لرې شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه چې طالبانو له روغتيايي کارکوونکو غوښتي چې خپلو دندو ته دې نه ځي، وايي: "دا موضوع سمه ده، د سويډن موسسې په روغتون د امريکايي چاپې او وحشت په اړه هيڅ غبرګون ونه ښود، تر اوسه هم خاموشه ده؛ که دوی د خپلو روغتيايي مراکزو د دفاع لپاره غږ نه شي پورته کولای، بيا بيا هم دا ځای همدا ډول تر بريد لاندې نيول کېږي."

هغه زياتوي، همدا د تنګي سيدان پر روغتون دا دوهم ځل چاپه وه چې وهل کېږي.

دی وايي: "د سويډن موسسې مسووليت درلود چې دغه موضوع يې جدي نيولې وای، غږ يې پورته کړی وای، غبرګون يې درلودلی چې دا ځای د دوی د فعاليت ساحه وه، کوم نظامي هدف نه وو، دا چې دوی ورسره خاموشه دي، شک کېږي چې همدوی  ورسره لاس لري ترڅو امريکايان چاپه ووهي او دا ډول وحشت ترسره کړي."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement