د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د واخان د ولسوال دنده وځنډول شوه

د واخان د ولسوال دنده وځنډول شوه

Jul 16, 2019 - 16:01

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د سيمه ‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ځکه يې د بدخشان د واخان ولسوال دنده ځنډولې چې د يوې سيلانۍ ښځې پر جنسي ځورونې تورن شوى او قضيه يې څېړي.

د سيمه ‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه قضيه څېړي چې په کې د بدخشان د واخان پر ولسوال عبدالمعروف خيرخواه، د يوې سيلانۍ ښځې د جنسي ځورونې تور پورې شوی دی.

سرچينه وايي، ولايتي ادارې ته يې دنده سپارلې چې يو پلاوی ولسوالۍ ته ولېږي او قضيه له نږدې وڅېړي. سرچينې د ياد تور په اړه نور جزييات ورنه کړل.

ياده اداره وايي، تر هغه چې د پلاوي څېړنې بشپړې شوې نه وي، خيرخواه خپلې دندې ته دوام نه شي ورکولی.

د بدخشان د والي وياند، نيک محمد نظري وايي چې د ولايت مقام هم پر خيرخواه د لګېدلي تور د څېړلو لپاره پلاوى ټاکلى دى.

دى وايي، دغه پلاوى هغه مهال وټاکل شو چې خيرخواه والي ته په دې اړه وويل چې د ده پر ضد توطيه جوړه شوې ده.

 د واخان ولسوال عبدالمعروف خيرخواه پژواک ته وويل چې دا د نوموړي پروړاندې دسيسه ده . هغه زياته کړه: ((ځينې هڅه کوي چې زما شخصيت ترور کړي.))

خیرخواه همدارنګه وایي، دغه سيلانۍ انناستاسیاروس نومیږي، چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې له استرالیا څخه د تاجکستان له لارې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راغلې وه.

هغه وایي، تر اوسه دغې سیلانۍ نه د بدخشان او نه هم مرکزي مقاماتوته د جنسي ځورونې تور په هکله کوم شکايت کړی، مګر دغه شکایت له تاجکستان څخه افغانستان ته رسېدلى  دی.

هغه وایي: "تاجکستان غواړي په دا ډول تورونو پامير ته د سیلانیانو راتګ  پیکه کړي."

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement