ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واخان د ولسوال دنده وځنډول شوه

د واخان د ولسوال دنده وځنډول شوه

author avatar
16 Jul 2019 - 13:41
د واخان د ولسوال دنده وځنډول شوه
author avatar
16 Jul 2019 - 13:41

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د سيمه ‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ځکه يې د بدخشان د واخان ولسوال دنده ځنډولې چې د يوې سيلانۍ ښځې پر جنسي ځورونې تورن شوى او قضيه يې څېړي.

د سيمه ‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه قيضه څېړي چې په کې د بدخشان د واخان پر ولسوال عبدالمعروف خيرخواه، د يوې سيلانۍ ښځې د جنسي ځورونې تور پورې شوی دی.

سرچينه وايي، ولايتي ادارې ته يې دنده سپارلې چې يو پلاوی ولسوالۍ ته ولېږي او قضيه له نږدې وڅېړي. سرچينې د ياد تور په اړه نور جزييات ورنه کړل.

ياده اداره وايي، تر هغه چې د پلاوي څېړنې بشپړې شوې نه وي، خيرخواه خپلې دندې ته دوام نه شي ورکولی.

د بدخشان د والي وياند، نيک محمد نظري وايي چې د ولايت مقام هم پر خيرخواه د لګېدلي تور د څېړلو لپاره پلاوى ټاکلى دى.

دى وايي، دغه پلاوى هغه مهال وټاکل شو چې خيرخواه والي ته په دې اړه وويل چې د ده پر ضد توطيه جوړه شوې ده.

 د واخان ولسوال عبدالمعروف خيرخواه پژواک ته وويل چې دا د نوموړي پروړاندې دسيسه ده . هغه زياته کړه: ((ځينې هڅه کوي چې زما شخصيت ترور کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.