د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو بدخشان کې ۳۰ امنیتي سرتېري او د لاجوردو کان کارکوونکي نیولي

طالبانو بدخشان کې ۳۰ امنیتي سرتېري او د لاجوردو کان کارکوونکي نیولي

Jul 16, 2019 - 16:21

 کابل - فيض اباد (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د بدخشان د کران منجان ولسوال وايي چې طالبانو په دغې ولسوالۍ کې د لاجوردو کان نیولی او ۳۰ امنیتي سرتېري او ددغه کان کارکوونکي یې له ځان سره بېولي دي.

د بدخشان د کران منجان ولسوال عبدالرحیم نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه په یوه نښته کې یاد کان تر خپل کنټرول لاندې راوستى دی.

هغه زیاته کړه: ((طالبانو د لاجوردو کان د دغه معدن د امنیتي قطعې له ضابط قاري عبدالقدیر سره د پټې معاملې په ترڅ کې نیولی دی.))

نوموړي وویل، په دې نښته کې د کران منجان سیمه ییز قوماندان غلام سخي هم ټپي شوی دی.

 یادې سیمه ییزې سرچینې له جزيیاتو پرته وویل چې طالبانو په یاد کان کې مېشت ۲۰ امنیتي سرتېري او د کان کارکوونکي له ځان سره بېولي دي.

 دغه راز د سرچینې په خبره، طالبانو څلور عرادې رېنجر موټر، زیات شمېر درنې او سپکې وسلې له ځان سره وړي دي.

 فرحت وویل، که څه هم د کران منجان ولسوالۍ ځينې سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي خو امنیتي سرتېري یې د بېرته نیولو لپاره هڅې کوي.

 خو په مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې د کران منجان ولسوالۍ د جګړو او مرستندویه سرتېرو د نه رسېدو له امله تېره شپه طالبانو نیولې ده.

 دغه راز د مشرانو جرګې بل غړي کامل بېګ حسیني هم تایید کړه چې د کران منجل ولسوالي طالبانو نیولې ده.

 هغه وویل چې د لاجوردو کان په دې ولسوالۍ کې موقعیت لري چې طالبان د ولسوالۍ له سقوط سربېره کولای شي د لاجوردو کان څخه د مالي ملاتړ په برخه کې استفاده وکړي.

 هغه له امنیتي سرتېرو وغوښتل چې ژر تر ژره د دې سيمې د بېرته نیولولپاره اقدام وکړي ځکه خاش ولسوالي هم له قوي ګواښ سره مخ ده.

 په ورته وخت کې د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وویل، د طالبانو له خوا د کران منجان ولسوالۍ د لاجوردو کانو د نیولو په اړه تر اوسه معلومات نه لري.

بلخوا د بدخشان پر خاش ولسوالۍ باندې د طالبانو د ډله ییز برید خبر ورکړل شوی دی.

د بدخشان د والي ویاند وویل چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت پر خاش ولسوالۍ ډله ییز برید کړی، خو د امنیتي سرتېرو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.

د ده په خبره، په دې نښته کې چې تېره شپه اته بجې پیل او پنځه ساعته یې دوام درلود، لس طالبان او یو امنیتي سرتېری وژل شوي او د دواړو لوریو یو شمېر کسان ټپیان دي.

طالبانو د بدخشان پر خاش ولسوالۍ د دوو امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد پژواک ته وویل چې تېره شپه یې د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې دوه امنیتي پوستې نیولې او ټول مهمات یې له ځان سره وړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو پوستو يو امنیتي سرتېری وژل شوی، یو بل ټپي او پاتې نور له سیمې تښتېدلي دي.

مجاهد وویل، په دې نښتو کې د دوی کسانو ته هېڅ تلفات نه دي اوښتي او د بدخشان د والي د ویاند خبره یې بې بنسټه وبلله.

هغه زیاته کړه، طالبانو د بدخشان د لاجوردو کان نیولی او د یاد کان ۳۷ امنیتي سرتېري یې له ځان سره بېولي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement