کابل - فيض اباد (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د بدخشان د کران منجان ولسوال وايي چې طالبانو په دغې ولسوالۍ کې د لاجوردو کان نیولی او ۳۰ امنیتي سرتېري او ددغه کان کارکوونکي یې له ځان سره بېولي دي.
د بدخشان د کران منجان ولسوال عبدالرحیم نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه په یوه نښته کې یاد کان تر خپل کنټرول لاندې راوستى دی.
هغه زیاته کړه: ((طالبانو د لاجوردو کان د دغه معدن د امنیتي قطعې له ضابط قاري عبدالقدیر سره د پټې معاملې په ترڅ کې نیولی دی.))
نوموړي وویل، په دې نښته کې د کران منجان سیمه ییز قوماندان غلام سخي هم ټپي شوی دی.
یادې سیمه ییزې سرچینې له جزيیاتو پرته وویل چې طالبانو په یاد کان کې مېشت ۲۰ امنیتي سرتېري او د کان کارکوونکي له ځان سره بېولي دي.
دغه راز د سرچینې په خبره، طالبانو څلور عرادې رېنجر موټر، زیات شمېر درنې او سپکې وسلې له ځان سره وړي دي.
فرحت وویل، که څه هم د کران منجان ولسوالۍ ځينې سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي خو امنیتي سرتېري یې د بېرته نیولو لپاره هڅې کوي.
خو په مشرانو جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري ددې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې د کران منجان ولسوالۍ د جګړو او مرستندویه سرتېرو د نه رسېدو له امله تېره شپه طالبانو نیولې ده.
دغه راز د مشرانو جرګې بل غړي کامل بېګ حسیني هم تایید کړه چې د کران منجل ولسوالي طالبانو نیولې ده.
هغه وویل چې د لاجوردو کان په دې ولسوالۍ کې موقعیت لري چې طالبان د ولسوالۍ له سقوط سربېره کولای شي د لاجوردو کان څخه د مالي ملاتړ په برخه کې استفاده وکړي.
هغه له امنیتي سرتېرو وغوښتل چې ژر تر ژره د دې سيمې د بېرته نیولولپاره اقدام وکړي ځکه خاش ولسوالي هم له قوي ګواښ سره مخ ده.
په ورته وخت کې د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وویل، د طالبانو له خوا د کران منجان ولسوالۍ د لاجوردو کانو د نیولو په اړه تر اوسه معلومات نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن