د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ميلر: ناټو له افغان امنيتي ځواکونو او افغان ولس خپل پياوړي ملاتړ ته دوام ورکوي

ميلر: ناټو له افغان امنيتي ځواکونو او افغان ولس خپل پياوړي ملاتړ ته دوام ورکوي

Jul 16, 2019 - 20:43

هرات ښار (پژواک، ۲۵چنګاښ ۹۸): په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان وايي، له افغان امنيتي ځواکونو او افغان ولس څخه د دوی ملاتړ به په پياوړي ډول دوام ولري، افغان امنيتي ځواکونه د تېر په نسبت قوي او سنبال شوي دي او د هغوی ترمنځ ښه همغږي رامنځ ته شوې ده.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان سکاټ ميلر دا څرګندونې هرات کې د سفر پرمهال وکړې.

څو افغان او بهرني چارواکو نن هرات ولايت ته سفر کړی دی.

د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان له افغان ځواکونو پر زيات ملاتړ ټينګار وکړ او ويې ويل چې افغان امنيتي ځواکونه له ګواښونو سره د مقابلې وړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((زموږ ملاتړ به له افغان امنيتي ځواکونو او افغان ولس څخه په قوت دوام وکړي او افغان امنيتي ځواکونه د پخوا په څېر نه دي، د تېر په نسبت پياوړي او سنبال شوي دي او د هغوی ترمنځ ښه همغږي رامنځ ته شوې ده.))

ياد امريکايي چارواکي پر دې موضوع ټينګار وکړ چې افغان او بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې ډېرېدو مخه نيسي او زياته يې کړه چې د جګړې له پای ته رسېدو سره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه نيول کېږي.

د هېواد مرستيال دفاع وزير ياسين ضياء وويل چې  د افغان امنيتي ځواکونو شاتګ په اړه له طالبانو سره هېڅ معامله نشته.

نوموړي ټينګار وکړ چې افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو د بريدونو کابو کولو وړتيا لري.

له بل پلوه د کورنيو چارو مرستيال هرات ته په سفر کې ډاډ ورکړ چې په دې ولايت کې به د ناامنيو مخه ونيول شي.

د هرات والي عبدالقيوم رحيمي هم وويل چې په دې وروستيو کې د هرات په ختيځو ولسواليو کې د دولتي ځواکونو عمليات پای ته رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړه چې په هرات کې د طالبانو ځپلو لپاره پوځي عمليات پېلېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement