ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نایب زاده: د بادغیس په ابکمری کې ۲۴ کومانډو سرتېري وژل شوي دي

نایب زاده: د بادغیس په ابکمری کې ۲۴ کومانډو سرتېري وژل شوي دي

author avatar
16 Jul 2019 - 20:01
نایب زاده: د بادغیس په ابکمری کې ۲۴ کومانډو سرتېري وژل شوي دي
author avatar
16 Jul 2019 - 20:01

قلعه نو (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۸): په مشرانو جرګه کې د بادغیس یو استازی وايي چې تېره شپه د دې ولایت په ابکمری په ولسوالۍ کې د کومانډو ۲۴ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د خلکو دې استازي ولي شاه نایب زاده، د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د خواشینۍ پر څرګندلو سربېره په بادغیس کې د امنیتي مسوولینو له بې کفایتۍ او د دې ولایت د امنیتي وضعیت په باره کې وویل چې تېره شپه ۴۰ تنه د کومانډو سرتېري له غور ولایت څخه د بادغیس د امنیت لپاره یاد ولایت ته تللي وو.

هغه زیاته کړه چې کومانډویان په دښته کې دیسانت شول او هیڅ ډول مرسته ورسره ونه وشوه.

د نوموړې په وینا، د دوى له ډلې نه د دولت د وسله والو مخالفینو په برید کې ۲۴ تنه وژل شوي او څو تنه نور يې ټپیان شول.

ده زیاته کړه، له دې ۴۰ تنو سرتېرو څخه يواځې ۷ تنه په تېښته بریالي شوي او نورو ټولو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه: «امنیتي ځواکونه هر وخت سیمو ته د امنیت د ټينګښت لپاره لېږل کېږي؛ خو مرستې ورسره نه کېږي تر هغه چې یا ووژل شي او یا يې مخالفین ونیسي.»

د ابکمري د میده قل سیمې اوسیدونکي عبدالخالق پژواک خبری اژانس ته وویل چې تېره شپه په دې سیمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې تېره شپه يې په ابکمری ولسوالۍ کې پر هغو دولتي او د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو تاکتیکي بریدونه کړي چې یادې ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره تللي وو چې له امله يې زیات شمېر سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ژوندي نیولي دي.

پژواک خبري اژانس ونه شوای کړی چې د دې پېښې په اړه د یاد ولایت د مسوولینو نظر له ځانه سره ولري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.