د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

پېښې

ارشيف

ننګرهار کې د چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

Jul 16, 2019 - 11:25

جلال اباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار  په پچيراګام ولسوالۍ کې د يوې خوني د چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

چارواکي وايي چې چت د زوړوالي له امله پرېوتی او له کبله يې يوه زړه مېرمن شديده ټپي شوې هم ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار د دغه ولايت د پچيراګام ولسوالۍ پاس پچير سيمه کې د يوې خونې چت پرېوتی دی.

دی وايي، په دغه پېښه کې پنځه کسان مړه او يوه مېرمن ټپي شوې ده.

هغه زياته کړه، په مړو کې يوه ٢٥ کلنه مېرمن، دوه نارينه او دوه ماشومې نجونې شامل دي.

خوږياڼي وويل چې پېښه کې د ټپي مېرمنې روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement