نيلى (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د دایکنډي د پوهنې مسوولینو د ۱۴۶ زده کوونکو د مسمومیت خبر ورکړی او وایي چې تر اوسه یې د مسمومیت لامل نه دی روښانه شوی.
مسموم شوي زده کوونکي د نیلي ښار د «چهاردار دشت» او «جرف» او ددغه ولایت د خدیر ولسوالۍ د کالو ښوونځي اړوند دي.
د پژواک خبري اژانس د یو راپور له مخې، تېره ورځ هم د خدیر ولسوالۍ د «کالو» او د نیلي ښار د «دشت» د نجونو ښوونځي ۵۷ زده کوونکي هم مسموم شوي وو.
د دایکنډي د پوهنې رییس رحمت الله سیرت پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ (د چنګاښ په ۲۴ مه) له غرمې وروسته د «چهاردار دشت» لیسې ۶۲ زده کوونکي، د «جرف» لېسې ۶۶ زده کوونکي او په خدیر ولسوالۍ کې د «کالو» د نجونې لېسې ۱۸ زده کوونکي مسموم شوي دي.
هغه زیاته کړه، په جرف لېسه کې نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه، په مسوم شوو زده کوونکو کې ۲۱ هلکان او ۱۲۵ نجونې دي.
دده په خبره، یادو زده کوونکو کې د زړه بدوالی، سر ګنګسي، د ساه تنګېدل او بې هوښۍ د نښو تر څرګندېدو وروسته په بېړه د دایکنډي ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شول.
د دایکنډي د ولایتي روغتون د سرپرست عبدالواحد واحدي په خبره، ډېری زده کوونکي له لومړنیو مرستو وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.
هغه وویل، د امکاناتو د نه موجودیت له امله تر اوسه نه دي توانېدلي چې د یادو زده کوونکو د مسمومیت لامل تشخیص کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن