ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پوځي عملیاتو کې د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره کمېټه جوړه شوه

په پوځي عملیاتو کې د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره کمېټه جوړه شوه

author avatar
16 Jul 2019 - 22:07
په پوځي عملیاتو کې د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره کمېټه جوړه شوه
author avatar
16 Jul 2019 - 22:07

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۸) :  امنیتي سکتور د مشرتابه ناستې پرېکړه وکړه، چې د پوځي عملیاتو د اغېزو د کتو او د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره دې یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
د امنیت شورا لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې، دا ناسته، چې نن د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب تر مشرۍ لاندې جوړه شوه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست نه وغوښتل، چې له امنیت شورا سره په ګډه یوه کاري کمېټه رامنځته کړي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، حکومت ټولې هغه لارې چارې کاروي، چې د ملکي وګړو ژوند خوندي شي، خو متاسفانه وسله وال طالبان له عامو خلکو او ځایونو د سپر په توګه کار اخلي او په دوامدار شکل ملکي اهداف په نښه کوي.
د امنیتي سکتور په ناسته کې د هیواد د نورو ولایتونو پر امنیت هم خبرې وشوې او اړونده ادارو ته لارښوونه وشوه، چې د ستونزو د حل په موخه اړین اقدامات وکړي.
ناستې ته د تورخم بندر په اړه د هغه تحقیق رپوټ هم وړاندې شو، چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ تیار شوی او هلته ځینې جدي امنیتي او قانوني ستونزې په ګوته کوي. د امنیتي سکتور مشرتابه ناستې لارښوونه وکړه، چې هر اداره مکلفه ده د تحقیق موندنې جدي ونیسي او په اړه یې قانوني اقدامات وکړي..

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.