کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۸): د سولې په چارو کې د دولت وزیر سولې ته د رسېدو لپاره د سیاستوالو ملي اجماع مهم اړتیا ګڼي او وايي، د سولې په اړه د هېڅ ناستې جزئیات له افغان حکومته پټ نه دي.
د مشرانو جرګې غړو نن د سولې په چارو کې د دولت له وزیر عبدالسلام رحیمي سره چې جرګې ته رابلل شوی و، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د ابهاماتو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.
د جرګې یوه سناتور فرهاد سخي زاده په نننۍ ناسته کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرو پر ابهاماتو پر نیوکې کولو سره وویل، د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ ځينې ناستې د پردې تر شا ترسره کېږي او حکومت ترې هېڅ معلومات نه لري.
د حسن هوتک په نوم یو بل سناتور د افغانستان په محوریت د سولې په خبرو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: ((زموږ لپاره داسې سوله ارزښت لري چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ وشي.))
د مشرانو جرګې بل غړي کامل بېک د سولې په خبرو کې د افغان حکومت محوریت مهم وباله او ویې ویل، د سولې خبرې باید د افغان حکومت له خوا پر مخ یوړل شي.
دغه سناتور وویل: ((د سولې په خبرو کې د وسله والو مخالفینو رښتینولي او د سیمې هېوادونو رښتینی ملاتړ اړین دی او د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د رښتینې سولې بنسټ کېږدي څو تلپاتې سوله رامنځته شي.))
بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې افغان حکومت د سولې په برخه کې له هر پرمختګ څخه خبر دی او د افغان سولې په برخه کې هېڅ ناسته له افغان حکومت پټه نه ده.
هغه دې ته په اشاره چې له طالبانو سره د سولې مخکينۍ ټولې ناستې د مشورې او نظر وړاندې کولو تر کچې وې چې د سولې د رسمي خبرو له پیل وروسته ټول جزئیات له هېوادوالو سره شریکېږي.
نوموړي زیاته کړه: ((د هېواد د سولې بهیر ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره له دې ستر فرصت څخه د استفادې هڅې روانې دي، دغه راز ګټورې طرحې جوړې شوې او سولې ته د رسېدو لپاره باور جوړونې، مذاکرې، توافق او په پای کې به هوکړې عملي شي.))
رحیمي د افغان کډوالو راستنېدل د تلپاتې سولې لپاره یو شرط وباله او ویې ویل، د حکومت مشرتابه څه موده مخکې د تصمیم نیونې میکانیزم جوړ کړی و او اوس هڅه کېږي دغه میکانیزم بیا راژوندی شي.
د سولې په چارو د دولت وزیر سولې ته د رسېدو لپاره د سیاسیونو په ګډون ملي اجماع اړینه وبلله او ویې ویل، هڅې روانې دي چې ټول مشران، سیاستوال، د ټولنې بېلابېل قشرونه او افغان دولت د خبرو پر مهال واحد دریځ ولري.
نوموړي ولسمشر د هېواد د ملي ګټو ملاتړی او ساتونکی وباله او ویې ویل، ولسمشر غني د ملت تشویشونو ته په کتو د سولې بهیر په ډېر احتیاط پر مخ وړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن