ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت : شاولیکوټ کې دیوه قوماندان په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي

حکومت : شاولیکوټ کې دیوه قوماندان په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي

author avatar
17 Jul 2019 - 11:38
حکومت : شاولیکوټ کې دیوه قوماندان په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي
author avatar
17 Jul 2019 - 11:38

کندهار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۸): د کندهار چارواکي وايي چې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې يې د یوه قوماندان په ګډون ۲۷ وسله وال وژلي دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څلورو ورځو راهیسې د شاولیکوټ ولسوالۍ په چنار سیمه کې ګډو ځواکونو ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه، د دغو عملیاتو موخه دا ده چې په دې او نورو ورڅېرمه ولسوالیو کې د وسله والو د فعالیتونو مخنیوی وشي.

د ده په خبره، په دې عملیاتو کې د وسله والو د یوه مهم قوماندان بلال په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، په دغو عملیاتو کې د وسله والو یوه اندازه وسلې او وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن صادق عیسی هم وايي چې دغه عملیات په ښه توګه روان دي او له دې سره د وسله والو شته ګواښونه له منځه وړل شوي او د سیمې خلکو ته به د عادي ژوند زمنیه برابره شي.

نوموړي خبر ورکړ چې په دغو عملیاتو کې ۱۳ کړۍ ماینونه هم شنډ او له منځه وړل شوي.

ځمکني ماینونه هم امنیتي ځواکونو او هم ملکي وګړو ته لوی ګواښ دی، همدا تېره ورځ د شاولیکوټ په ګاونډ خاکرېز کې د ماین چاودنې  ۱۳ ملکي وګړي ووژل او ۳۳ نور یې ټپيان کړل.

چارواکي وايي، دغه ماین د وسله والو له خوا پر عامه لاره ځای پر ځای شوی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

شاولیکوټ ولسوالي د کندهار ښار شمالشرق لوري ته ۴۰ کیلومتره لرې واقع ده  چې تر ټولو ناامنه ولسوالۍ ګڼل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.