ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: امنيتي ځواکونو د چک ولسوالۍ لار تړلې ده

خلک: امنيتي ځواکونو د چک ولسوالۍ لار تړلې ده

author avatar
17 Jul 2019 - 14:37
خلک: امنيتي ځواکونو د چک ولسوالۍ لار تړلې ده
author avatar
17 Jul 2019 - 14:37

ميدان ښار(پژواک،٢٦چنګاښ ٩٨):د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي،امنيتي ځواکونه د دغې ولسوالۍ په مرکز کې موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او خلک له ستونزو سره مخ دي.

د کابل- چک ولسوالۍ د لارې يو موټرچلوونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ د مرکز اړوند په پنه سيمه کې نه پرېږدي چې موټر د دغې ولسوالۍ پر عام سړک تګ راتګ وکړي.

هغه وايي:" پوليس سړک ته نه راښکته کېږي، خو له پوستو د موټرو مخ ته ډزې کوي، دوو، درېيو موټرو باندې ګولۍ هم لګېدلې دي."

ده وويل چې د پنه کلي نه کابل لور ته خلک کولاى شي تګ راتګ وکړي، خو له پنه د هغې خوا سيمو خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

دى زياتوي:" د بر خوات، ګردن مسجد، عربانو، ګوډه، آبکزار، سياب او نيک پايکول سيمو چې هره دره يې ګڼ کلي لري، خلک کابل ته د سمبېک کوتل او سيداباد ولسوالۍ له لارې ځي، په دغه کوتل کې ښځې او ماشومان له موټر نه پلي کېږي؛ ځکه چې خامه او لوړ کوتل دى. "

دغه راز دى وايي چې د ميوو موسم دى او خلک نه شي کولاى چې خپلې مېوې د پلور لپاره کابل ته ولېږدوي.

دغه موټرچلوونکي وويل:"خلک وايي چې طالبانو د چک په بازار کې چېرته چې د ولسوالۍ مرکز هم دى، نانوايي بنده کړې او په غبرګون کې يې پوليس موټر پر لاره نه پرېږدي. "

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړى شريف الله هوتک هم وايي چې ياده لاره بنده ده.

دده په وينا، امنيتي ځواکونه ځکه پر دغه لار موټر نه پرېږدي چې وسله والو طالبانو د چک بازار کې هټۍ او نانوايي ګانې بندې کړي او خلکو ته يې ويلي چې دغه بازار ته دې نه ځي.

هغه وايي چې دغه لار بايد پرانيستل شي؛ ځکه چې له يوې خوا د ميوو موسم دى او خلک خپلې مېوې کابل ته لېږدوي او له بلې خوا خلک خپل ناروغان د درملنې لپاره روغتونونو ته نه شي لېږدولاى.

خو د دغه ولايت د والي وياند مُحب الله شريفزى وايي چې دغه لار نه ده تړل شوې.

هغه وايي، داسې راپور دوى هم تر لاسه کړى و، خو کله يې چې د چک له ولسوال او خلکو سره خبرې وکړې، داسې کومه ستونزه نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.