ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د دارالمعلمین ښوونکو کاري اعتصاب وکړ

د بغلان د دارالمعلمین ښوونکو کاري اعتصاب وکړ

author avatar
17 Jul 2019 - 16:10
د بغلان د دارالمعلمین ښوونکو کاري اعتصاب وکړ
author avatar
17 Jul 2019 - 16:10

پلخمری (پژواک، ۲۶چنګاښ ۹۸): د بغلان د دارالمعلمین ښوونکو د میاشتني معاشونو بانکي سیستم ته د اړولو په غبرګون کې کاري اعتصاب وکړ.

په دې اړه د بغلان دارالمعلمین استاد ضیاءالحق میرزایی د چنګاښ په  ۲۶ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پوهنې ریاست له تېرو دوه میاشتو راهیسې هڅه کوي ترڅو د دوى مياشتنۍ تنخواوې په بانک کې ورکړي.

هغه وايي:((موږ پر کابل بانک نیوکې لرو نه غواړو چې له دغه بانکه پیسې واخلو.))

دی وايي، بغلان کې نور بانکونه هم شته نو پوهنې ریاست چارواکي ولې پر کابل بانک ټینګار کوي.

دغه راز بل ښوونکي احمدالله مُحسني وويل چې د امنيتي ستونزو له امله دوى نه غواړي له بانک څخه خپل معاش ترلاسه کړي.

هغه وايي: (( وزارت له پنځو بانکونو سره قرارداد لري چې مالیه یې هم کمه ده رئیس څه حق لري چې ښوونکي مجبوروي ترڅو جبرآ په کابل بانک کې حساب پرانيزي.))

يو شمېر نورو ښوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويل يې تر هغه چې دغه ستونزه نه وي هواره شوې، دوى ټولګيو ته د درس ورکولو لپاره نه ورځي.

بل لورته د بغلان د پوهنې ریيس محمد اسماعیل مجاهد پژواک ته وويل چې ښوونکو له اعتصاب وړاندې له ده سره لیدلي او ټينګار يې همدا و چې په کابل بانک کې حساب نه پرانيزي.

مجاهد وايي، د دغه ولايت د پوهنې ریاست اړوند ټولو مامورینو معاشونه یې بانکي سیستم ته اړولي دي.

هغه وايي:((د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره مې ولسوالۍ پر بېلابېلو بانکونو ویشلي دي چې د پلخمري اړوند مامورین باید له کابل بانک څخه معاش  واخلي.))

دی زیاتوي د معترضو ښوونکو غوښتنه یې له مرکز سره شریکه کړې خو وزارت ورته داسې ځواب ورکړى دى: ((څوک پر بانکي سیستم اعتراض نه شي کولای او نه هم څوک حق لري چې په خپله خوښه بانک وټاکي.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې د بغلان د ښوونځيو یو شمیر ښوونکو غوښتنه کړې وه چې د پوهنې ریاست مامورین ترې هره میاشت پیسې ګرځوي، بايد معاشونه يې په بانک کې ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.