ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د جنسي ځورونې تورونو په چارو کې د ښځو ګډون روحيه کمزورې کړې ده”

“د جنسي ځورونې تورونو په چارو کې د ښځو ګډون روحيه کمزورې کړې ده”

author avatar
17 Jul 2019 - 20:27
“د جنسي ځورونې تورونو په چارو کې د ښځو ګډون روحيه کمزورې کړې ده”
author avatar
17 Jul 2019 - 20:27

کابل (پژواک، ۲۶چنګاښ ۹۸): د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ "ټيفا"  کې د ښځو سياسي ګډون کمېټې په دولتي ادارو کې د ښځو جنسي ځورونې په تړاو پورې شوي تورونه د ښځو لپاره ستر سپکاوی ګڼلی او د جدي څېړنې غوښتنه یې وکړه.

د غبرګولي مياشتې په لومړيو کې د ولسمشر محمد اشرف غني پخواني سلاکار حبيب الله احمدزي ادعا وکړه چې په جمهوري رياست کې ښځې د جنسي ځورونې په بدل کې ګومارل کېږي.

دا ادعا د ولسمشر ویاند له توند غبرګون سره مخامخ شوه، نوموړي د احمدزي خبرې رد او هغه يې پر ښځو تور او د هغوی سپکاوی ياد کړ. د ولسمشر دفتر له لوې څارنوالۍ غوښتنه وکړه چې دا موضوع په جدي ډول وڅېړي.

له هغه وروسته، څو ورځې وړاندې بي بي سي (د افغان دولت په زړه کې د جنسي رسوايي) تر نوم لاندې راپور خپور کړ، یو شمېر مېرمنو ادعا کړې وه چې د کار او قانوني اسنادو پړاوونو ترسره کولو پرمهال افغان چارواکو له هغوی څخه د جنسي اړيکې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) د ښځو سياسي ګډون کمېټې، نن ((د ښځو سياسي ګډون پر وړاندې له ننګونو اندېښنې)) په نوم کابل ښار کې يوه غونډه جوړه کړه.

د ټيفا بنسټ وياندې صغرا سادات وويل: ((کوم تورونه چې په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، موږ لپاره د اندېښنې وړ دي او دې تورونو په ټولنه کې د افغان ښځو حيثيت ته سخت زيان اړولی دی.))

د هغې په وينا، دې تورونو په چارو کې د ښځو ګډون روحيه کمزورې کړې ده.

نوموړې زیاته کړه، کوم کسان چې دا ډول ادعاګانې کوي، په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې له خپرولو څخه به دا غوره وي چې د شته اسنادو پر بنسټ عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي او اجازه ور نه کړي څو ښځې د هغوی د سياسي او کمپايني مبارزو قرباني شي.

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ د ښځو سياسي ګډون کمېټې غړې سوریا سروري هم ورته نظر لري او ويې ويل: ((په اوسنيو شرايطو کې ښځې د نه خونديتوب، جنسيتي نابرابري، د قوانينو نه تطبيق، د ښځو پر حقونو د معاملې خطر، په سياسي پرېکړو کې ښځو ته نقش نه ورکول او د ټولنيزې او فردي ازادۍ نه موجوديت په څېر ستونزو سره مخامخ دي، په دې وروستيو کې د جنسي ځورونې تورونه لګېدلي چې زموږ په باور دا په سياسي او ټولنيز ډګر کې د ښځو ګډون پر وړاندې لوی ګوزار دی.))

هغې وويل: ((موږ له عدلي او قضايي ارګانونو غواړو چې دا ډول قضیې په بېړه او بې پرې توګه تعقیب کړي څو د ښځو حيثيت ته نور زيان وا نه وړي.))

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش ويلي دي، که پر دولتي بنسټونو د جنسي ځورونو لګول شوي تورونه ثابت شي، عاملانو ته یې بايد سخته سزا ورکړل شي؛ که داسې څه نه وي، نو تور پورې کوونکو سره دې قانوني چلند وشي.

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ د ښځو سياسي ګډون کمېټې په اعلاميه کې د ښځو وضعيت په تړاو د وضع شوو قوانينو پر تطبيق، د ښځو حقونو د مخالفينو او مجرمينو محاکمه، د ښځو مشروع او قانوني غوښتنو ته رسېدنه، د ښځو له پراخ ګډون څخه د دولت ملاتړ، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي منع قانون د تطبيق لپاره د یو کمېسيون جوړول، د تبعيض له  منځه وړل او له حقوقي، ټولنيز او سياسي اړخه د افغان ولس د فرهنګي کچې لوړولو باندې ټينګار شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.