ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د مرستیال والي ساتونکو د دې ولایت مالي ريیس وهلى ډبولى دى

د لوګر د مرستیال والي ساتونکو د دې ولایت مالي ريیس وهلى ډبولى دى

author avatar
17 Jul 2019 - 19:47
د لوګر د مرستیال والي ساتونکو د دې ولایت مالي ريیس وهلى ډبولى دى
author avatar
17 Jul 2019 - 19:47

پل علم (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٨): د لوګر مالي او اداري ريیس ادعا کوي چې مرستيال والي په خپلو ساتونکو وهلى ډبولى دى، خو د ولايت مرستيال بيا دا ادعا ردوي او وايي چې دغه رييس يې امر او احکام نه مني.

د ولايت مالي او اداري رييس الماس اورنګزي پژواک خبري اژانس ته وويل: "د ولايت مرستيال جنرال محمد نبي احمدزي څو ځلې راڅخه د غيرقانوني اجرااتو غوښتنه وکړه، خو زه يې ورسره نه منم او نه غواړم چې د قانون خلاف کار وکړم، هغه و چې مرستيال والي نن په خپلو ساتونکو ووهلم."

ده زياته کړه، نبي احمدزی له خپلې دندې څخه په غيرقانوني توګه ګټه اخلي، تل پر ده فشار راوړي او غواړي ناقانونه کارونه او اجراات ورباندې وکړي، د ده حيثيت ته يې سپکاوى کړي، توهينوي يې، خو دى په هيڅ صورت د هغه ناقانونه چارې ورسره نه مني؛ خو نن يې د ولايتي شورا د رييس او څو ادارو د رييسانو په وړاندې خپلو ساتونکو ته يې د ده د وهلو امر وکړ او دى يې وواهه.

د هغه په وينا، د والي مرستيال ورته وايي چې امنيت ډېر خراب دى او ولايت ته دې زرهي دروازې جوړې کړي، حال دا چې د امنيت ساتنه د امنيتي ادارو او په خپله د مرستيال والي دنده ده او دوى د زرهي دروازو د اخيستو لپاره پيسې نه لري او د دې تر څنګ نور غيرقانوني فرمايشونه هم لري چې د رياست تر صلاحيت لوړ دي.

اورنګزى وايي: "زه د دولت مامور يم او نن مې ډېره بې عزتي شوې، د نورو مامورينو په مخ کې وهل شوى يم، ما خپله عريضه د والي دفتر رياست او ولايتي شورا ته وسپارله او له هغوى څخه د عدالت او حيثيت غوښتونکى يم."

خو مرستيال والي محمد نبي احمدزى چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې په دندې ګومارل شوى، د لوګر د مالي رييس د وهلو او ډبولو ادعا رد کړه.

دى وايي: "ساتونکو مې مالي او اداري رييس نه دى وهلى، خو دا به ووايم چې هغه (الماس اورنګزى) هر وخت زما له اوامرو او حکم څخه سرغړونه کوي؛ کوم کار چې زه ورته وايم، په هغې اجراات نه کوي، که مې وهلى وي، نو به يې لاس او پښې ماتې وې."

ده زياته کړه، دوى ته مکتوب ورغلى چې دښمن غواړي د ولايت په دروازو بريد وکړ، د ولايت مقام له امنيتي ګواښ سره مخامخ دى، نو دوى مالي رئيس ته هدايت ورکړ چې د زرهي دروازو د جوړېدو په اړه اقدام وکړي، خو نوموړى له امنيتي ستونزو سره بيا هم دا کار نه کوي او حال دا چې د ولايت د مقام او مامورينو د امنيت خوندي کول عاجل ضرورت دى.

دى وايي: "مالي رييس سره پيسي او امکانات دي او د امنيت د خونديتوب په خاطر دې ژر تر ژره زرهي دروازې او امنيتي سيستم جوړ او حفظ او مراقبت دې يې وکړي او که چېرې کومه پېښه کېږي، مسووليت يې د همدې رييس په غاړه دى او مونږ ورته تر دې وړاندې هم موضوع کتباً لېږلې ده."

يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې د لوګر مرستيال والي خپلو ساتونکو ته د مالي رييس د وهلو امر وکړ او هغه يې وواهه.

دى زياتوي: "د مرستيال والي او مالي او اداري رييس تر منځ له تېرې يوې مياشتې راهيسې د يو لړ موضوعاتو پر سر لانجه رامنځ ته شوې او نن په شخړه بدله شوه. مونږ د پېښې شاهدان يو چې ساتونکو مالي رييس د کلاشينکوف په کونداغونو وواهه او کنځلې يې ورته وکړې، خو دا چې يو شمېر رييسان او د ولايتي شورا وکيلان حاضر ول، نو هغوى يې سره جلا کړل."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.