کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨) : د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړي ځواک ( پي پي ايس) يو تن افسر جنرال عبدالغفار چې په يوه چاودنه کې سخت ټپي شوى و، مړ شوى دى.
د کابل دامنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د چنګاښ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې داچاودنه پنځه ورځې مخکې د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړونده د قلعۀ زمان خان په سيمه کې شوې وه.
هغه زياته کړه، چاودنه د سړک د غاړې ماين له امله شوې وه او دا پېښه هدفي وژنه نه ده.
د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي پژواک اژانس ته ومنله چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړي ځواک پي پي ايس يوتن افسر (جنرال عبدالغفار)چې په يوه چاودنه کې ټپي شوى و، تېره ورځ ناوخته د ټپونو له امله مړ شوى دى.
نوموړي زياته کړه،د هغه جسد د سردار داوود خان په روغتون کې و او نن سهار يې د کابل په عيدګاه کې د جنازې مراسم ترسره شول.
صديقي وايي، ولسمشر اشرف غني هم د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې له نن سهار راهيسې د کابل ښار د وزير اکبرخان ، پل محمودخان، مسعود څلور لارې، کارته نو، ټانک لوګر او ګڼ شمېر نورو سيمو لارې له ساعتونو راهيسې بندې دي او خلکو خپلې ستونزې په ټولنيزو شبکو کې شريکې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن