ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کويټې په يو کان کې د مړو شوو نهو کسانو مړي چک ولسوالۍ ته راولېږدول شول

د کويټې په يو کان کې د مړو شوو نهو کسانو مړي چک ولسوالۍ ته راولېږدول شول

author avatar
17 Jul 2019 - 13:04
د کويټې په يو کان کې د مړو شوو نهو کسانو مړي چک ولسوالۍ ته راولېږدول شول
author avatar
17 Jul 2019 - 13:04

ميدان ښار(پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ نهه اوسېدونکي، د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوټې سيمې اړوند د سکرو ډبرو په يو کان کې مړه شوي دي.

د چک ولسوالۍ يوه پخواني جهادي قوماندان علي مرجان بهير پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د ډيګاري سيمې په يو کان کې رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کسان د سکرو ډبرو په يو کان کې د اور لګېدو له امله بند پاتې وو او مړي يې له شاوخوا ٤٠ ساعتونو وروسته راايستل شوي دي.

علي مرجان وويل چې له يادو نهو کسانو، اووه تنه د چک ولسوالۍ د "کنجغتو" کلي، يو تن د دغې ولسوالۍ د "ګردن مسجد" درې او بل هم د همدې ولسوالۍ د "ګوډه" درې اوسېدونکى دى.

هغه وايي، د دغو کسانو مړي نن (د چنګاښ ٢٦مه) د چک ولسوالۍ ته رالېږدول شوي دي.

پاکستاني رسنيو ويلي چې د سکرو ډبرو په ياد کان کې چې ٤٥٠٠ فوټه ژور و، ١١ کارګران بند پاتې وو، چې له دې ډلې اته يې په کان کې مړه شوي، يوه يې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې او دوه نور ژغورل شوي دي.

پاکستان کې د خواريکښو د يوې ټولنې مشر سلطان لالا ويلي چې د پېښې ذمه وار حکومت او د سکرو د کان مالک دی.

تر دې مخکې هم د پاکستان د سکرو ډبرو په کانونو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د راپورونو له مخې، تېر کال هم د کوټې د دوکۍ ولسوالۍ په څماولنګ سيمه کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله څلور افغان کان کېندونکي مړه شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.