ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوېډن کمېټه : طالبانو په ميدان وردګو کې ٤٢ روغتيايي مرکزونه تړلي

سوېډن کمېټه : طالبانو په ميدان وردګو کې ٤٢ روغتيايي مرکزونه تړلي

author avatar
17 Jul 2019 - 13:52
سوېډن کمېټه : طالبانو په ميدان وردګو کې ٤٢ روغتيايي مرکزونه تړلي
author avatar
17 Jul 2019 - 13:52

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): دافغانستان لپاره د سوېډن کمېټه وايي چې وسله والو طالبانو په ميدان وردګو  ولايت کې ددوى اړونده ٤٢ روغتيايي مرکزونه تړلي دي.

ددغې کمېټې له خوا د چنګاښ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو دغه کار وروسته له هغه کړى، چې حکومتي ځواکونو ددې ولايت په دايميراد ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال څلور روغتيايي کار کوونکي و وژل.

خو دولتي سرچينې بيا ويلي و چې دولتي سرتېرو په دغو عملياتو کې شپږ وسله وال مخالفين وژلي او د يوه ډاکټر په ګډون يې دوه نور ژوندي نيولي دي.

سوېډن کمېټې زياته کړې،په ميدان وردګ ولایت کې د سویډن کمېټې ۷۷ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي چې د يادې کمېټې د مسوولینو په وینا، ۴۲ يې په تېرو درې ورځو کې د طالبانو د ګواښ له امله بند کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په يادو روغتيايي مرکزونو کې هره ورځ د زرګونو کسانو درملنه کېده چې په تړل کېدو سره يې هره ورځ څه باندې ۵۷۰۰ تنه ناروغان له درملنې څخه بې برخې کېږي.

د سوېډن کمېټې مسوولينو ددغو روغتيايي مرکزونو د بېرته پرانيستلو غوښتنه کړې او د جګړې له ښکېلو خواوو يې غوښتي چې د روغتيايي مرکزونو دامنيت خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک پرون پژواک ته ويلي و چې طالبانو تر دغه  بريد وروسته د ميدان وردګو ولايت ولايتي روغتون ځينې کسان ګواښلي او ورته ويلي يې دي چې دندو ته دې نه ځي.

هوتک وايي: "دغه روغتون درې ورځې کېږي چې رخصت دی، کارمندان يې نه راځي تر څو صحي خدمات وړاندې کړي؛ دغو کارمندانو ادعا کړې چې د نامعلومو کسانو له خوا ورته ويلي شوي چې روغتون ته رانه شي."

دی زياتوي، ياد ولايتي روغتون ته د ورځې سلګونه کسان د درملنې په موخه ورځي او نن د نسايي ولادي لس ناروغان چې ياد روغتون ته يې مراجعه کړې وه، نورو روغتونونو او يا هم کابل ته لېږدول شوي دي.

د ميدان وردګو د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد سالم اصغر خېل هم وايي: "ولايتي روغتون او نور روغتونونه په مطلق ډول نه دي بند، خو د دايميردادو ولسوالۍ د تنګي سيدان پر روغتيايي مرکز تر بريد وروسته د دولت وسله والو مخالفينو د سويډن کمېټې صحي کارمندان يو ډول تهديد کړي او له همدې وېرې اکثره کارمندان نه راځي."

د ده په وينا، له درېيو ورځو راهيسې د ميدان وردګو ولايت د ولايتي روغتون په ګډون د دغه ولايت په ډېرو ولسواليو کې هم هغه روغتيايي خدمات چې د سوېډن کمېټې له خوا وړاندې کېدل، بند شوي دي.

د ده په وينا، د جلريز او بهسودو له دوو ولسواليو پرته په دغه ولايت کې د ټولو روغتيايي مرکزونو ۷۰ سلنه روغتيايي خدمات بند شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.