کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): تر اتلسو کلونو ماموريت وروسته د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون مشره سيما سمر له دندې ګوښه شوه.
د حکومت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د چنګاښ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ډېر ژر به د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون ته نوى رييس معرفي شي.
خو نورو سرچينو ويلي، سيما سمر له دندې ګوښه شوې او ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې به شهرزاد اکبر چې اوس د امنيت شورا مرستياله ده د نوې رييسې په توګه دنده پيل کړي.
د يادونې ده چې د ملي يووالي حکومت مشرانو څه موده مخکې د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون د کمشنرانو لپاره له يو شمېر کسانو انټرويوګانې اخيستې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن