ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له مخکنیو وکیلانو سره د ملي شورا ۲۸ موټر او ۱۴۶۹ میله وسلې پاتې دي”

“له مخکنیو وکیلانو سره د ملي شورا ۲۸ موټر او ۱۴۶۹ میله وسلې پاتې دي”

author avatar
17 Jul 2019 - 17:42
“له مخکنیو وکیلانو سره د ملي شورا ۲۸ موټر او ۱۴۶۹ میله وسلې پاتې دي”
author avatar
17 Jul 2019 - 17:42

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): د ملي شورا ۲۸ موټر او ۱۴۶۹ میله سپکې وسلې د دې شورا د ۱۵ مې او ۱۶ مې دورې له وکیلانو سره پاتې دي او اړوند اداره تر اوسه نه ده توانېدلې چې یادې وسلې او موټر بېرته تر لاسه کړي.

د ملي شورا پنځلسمه تقنیني دوره په ۱۳۸۹ کال کې پای ته ورسېده او شپاړسمه دوره یې پیل شوه. له اتو کلونو وروسته د روان کال د غويي په شپږمه د ملي شورا ۱۷ مه تقنیني دوره پرانیستل شوه.

د هغه معلوماتو له مخې، چې د ملي شورا د امنیتي چارو ریاست له خوا پژواک ته سپارل شوي ۲۲۴ میله وسله (۱۶۲ میله کلاشینکوفونه او ۶۲ میله تومانچې) د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې له وکیلانو سره او ۹۲۷ میله وسله (۷۰۲ میله کلاشینکوفونه او ۲۲۵ میله تومانچې) د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې له وکیلانو سره پاتې ده.

سرچینې زیاته کړې چې ۱۹۷ میله کلاشینکوفونه او ۶۷ میله تومانچې هم د مشرانو جرګې د ۱۵ مې دورې له غړو سره پاتې دي او یادې ادارې ته یې نه دي سپارلي.

د معلوماتو له مخې، ۲۹ میله کلاشینکوفونه او ۱۵ میله تومانچې د ملي شورا د یو شمېر غړو له کورنیو سره پاتې دي چې د کاري مودې په جریان کې مړه شوي او یا وژل شوي دي.

دغه راز هغه روښانه کړه چې اته میله کلاشینکوفونه او دوه میله تومانچې هم ددې شورا له هغو مخکنیو غړو سره چې له دندې یې استعفا کړې پاتې دي.

یادې سرچینې د هغو وسلو په اړه چې اوس د امنیتي شورا په واک کې دي  معلومات ور نه کړل.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د ملي شورا د ۱۶ مې دورې له ۲۸ غړو سره ۲۶ ددې شورا د امنیتي چارو ریاست ۲۶ رېنجر او دوه (اف ۳۵۰) ډوله موټر پاتې دي او یاد وسایل یې سره له دې چې د شورا اوولسمې دورې ته نه دي بریالي شوي د امنیتي چارو ریاست ته نه دي سپارلي.

نوموړي روښانه کړه، د شورا د مخکنیو غړو د موټرو د تېلو حواله قطع شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه شورا اوس له یادو موټرو پرته ۱۱۲ عرادې موټر لري چې په امنیتي چارو کې ترې استفاده کېږي.

د ملي شورا د امنیتي چارو ریاست یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وویل، په تېرو څو کلونو کې د ملي شورا دارالانشا او امنیتي چارو ریاست د دې شورا له مخکنیو هغو غړو سره چې وسلې او وسایل ورسره پاتې دي اړیکه نیولې څو ددې شورا امانت وسپاري خو دا کار یې نه دی کړی.

هغه زیاته کړه، یاده موضوع یې د ملي امنیت له ریاست، د ولایتونو له امنیه قوماندانیو، کابل ګارنېزیون او لویې څارنوالۍ سره هم شریکه کړې او ان لسګونو یادو کسانو ته یې جلب هم لېږل شوی څو وسلې او وسایل شورا ته وسپاري خو دا کار یې نه دی ترسره کړی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.