کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨) : ولسمشر اشرف غني د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره د سولې، ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې کړې دي.
د ارګ په ټويټر کې په خبرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني تېر ماښام د سعودي له وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د ټيلېفون له لارې خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې اړيکه کې دواړو لوريو د افغان سولې پروسې، امنيت، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د سعودي بازارونو ته د افغان توکو د رسولو په اړه خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې ولسمشر اشرف غني پر سيمه ييز اتصال د سعودي پر رول هم ټينګار کړى دى.
بلخوا د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) هم په خپل راپور کې ويلي چې په دې اړيکه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د دوه اړخيزو اړيکو او د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا په اړه خبرې شوې دي.
د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې په سعودي کې د اسلامي هېوادونو سازمان د کنفرانس پر مهال هم ولسمشر غني د سعودي له وليعهد سره ځانګړې ليدنه کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن