ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه روږدې مېرمن : د سوال پيسې په  نشه يي توکو ورکوم

يوه روږدې مېرمن : د سوال پيسې په نشه يي توکو ورکوم

author avatar
17 Jul 2019 - 18:00
يوه روږدې مېرمن : د سوال پيسې په  نشه يي توکو ورکوم
author avatar
17 Jul 2019 - 18:00

فېروزکوه (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): په غور ولایت کې په نشه یي توکو روږدې چې هره ورځ د خیر غوښتنې په ۲۰۰ افغانیو نشه يي توکي پېري وايي چې ۳۰ کاله مخکې یې د سګرټ په څکولو د نشې پر سرحد پښه کېښوده او اوس چې هر څومره هڅه کوي د وتلو لار نه لري.

د زرې ناز (مستعار نوم) په نوم ۴۶ کلنه ښځه چې د ایران اصلي اوسېدونکې ده پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۶ کلنۍ کې د ښوونځي په نهم ټولګي کې ټولګیوالو د نشه يي توکو استفادې ته وهڅوله.

هغه زیاته کړه: ((په پیل کې مې له ټولګیوالو سره سګرټ څکول، یوه ورځ مې یوې نجلۍ په سګرټ کې چرس اېښي و، ډېره یې نشه کړم. وروسته مې شراب هم څښل، څه وخت وروسته مې د تریاکو استفاده پیل کړه تر دې چې په نشه روږدې شوم.))

نوموړې وویل، اوس چې هر نشه يي توکی (چرس، تریاک، شیشه...) چې ډېره یې نشه کړي استفاده کوي.

زرې ناز دې ته په اشاره چې ۲۲ کاله مخکې یې له یوه افغان سره واده وکړ او له هغه وروسته په افغانستان کې ژوند کوي زیاته کړه، اوس د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په دویمه ناحیه کې له خپلې کورنۍ سره په نیمه ویجاړ کور کې ژوند کوي.

نوموړې په داسې حال کې چې په خپلو سرېښناکه وېښتانو لاس تېرولو او په ظاهري بڼه یې مسکا خپره شوه وویل: ((ما له داسې چا سره واده وکړ چې هغه هم په نشه يي توکو روږدی و، د ګډ ژوند له پیل راهیسې موږ له خیرغوښتنې پرته بل کار نه دی کړی.))

کله چې د پژواک خبریال له زرې ناز سره خبرې کولې نوموړې او اولادونه یې په یوه داسې خونه کې چې زوړ فرش او توشکې په کې پراته وو، دېوالونه یې د سګرټو په دود تور او دوی د نشې په حال کې وو.

نوموړې وویل، د واده ثمره یې یوه لور او دوه زامن دي چې دوی هم پر نشي توکو روږدي دي او زامن یې چې اوس ۱۶ او ۱۸ کاله عمر لري په یوه موټر شويي کې کار کوي.

د زرې ناز خاوند مخکې مړ شوی او د کورنۍ ټول مسوولیت د ناز پر غاړه دى هغې زیاته کړه:
((خاوند مې د دوامداره ناروغۍ له امله ډېر کمزوری شوی و تېر کال مړ شو او د اولادو سرپرستي   اوس ما ته را پاتې ده.))

د پژواک خبریال هڅه وکړه چې د یادې مېرمنې له اولادونو سره هم خبرې وکړي خو دوی حاضر نه شول او یوازې له دې امله یې اندېښنه څرګنده کړه چې خلک روږدو ته په کمه سترګه ګوري او ښه چلند ورسره نه کوي.

زرې ناز په داسې حال کې چې خپلې اوښکې یې په پړوني پاکولې اولادونو ته یې په ناهیلۍ وکتل او زیاته یې کړه: ((موږ خپله [ما او خاوند مې] ځان بدبخت کړ، اوس مو اولادونو، موږ نشو کولای خوشاله ژوند وکړو، خلک په ښار کې موږ بد ګڼي، هر ځای راته خلک بد رد وايي، که څوک راسره مرسته هم کوي سل بدې راته وايي.))

یادې مېرمنې له خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو وغوښتل چې نشې ته باید مخه نه کړي، ځکه د روږديتوب له نړۍ نه وتل ناشوني دي او دغه کار انسان په ټولنه کې د خلکو د کرکې وړ ګرځوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.