پلخمری (پژواک ،۲۶ چنګاښ ۹۸): د بغلان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې يې ٦٠ کيلوګرامه د جنسي تقويې درمل له منځه وړي دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریيس ډاکټر محب الله حبیب د چنګاښ په ۲۶ مه د يادو درملو د سوځولو پرمهال رسنيو ته وويل چې د موظفو ډاکټرانو په واسطه يې د بغلان ولایت له بېلابېلو درملتونو څخه ۶۰ کیلو ګرامه د جنسي تقويې درمل را ټول کړي دي.
حبیب وايي چې دغه ډول درمل له زهرو ډېر خطرناک دي او ډېرى مهال پر ډېر عمر لرونکو کسانو د ډاکټر له نسخې پرته پلورل کيږي.
ده وويل چې د ترلاسه شویو درملو پلور غیر قانوني دی او د مخنیوي لپاره يې دوى کمپاین پیل کړی دى.
هغه زياته کړه: ((دغه دوا ډېرى وخت د هغو کسانو د مرګ لامل ګرځي چې لوړ فشار لري.))
دغه راز په مرکز پلخمري کې د مصطفى په نوم د درملو يوه پلورونکي د روغتيايي مسوولينو له لوري د دغه شان درملو د ټولولو کمپاين ملاتړ وکړ.
هغه وايي: (( ما په دې اړه لوستي چې دغه درمل ښه نه دي، نو ځکه يې نه خرڅوم او له نورو هم غواړم چې دغه کار ونه کړي.))
د يادونې ده چې د بغلان ترڅنګ په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د جنسي تقويې درمل په ښکاره ډول په درملتونونو او ان په دوکانونو کې پلورل کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن