ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د لس وسله والو د وژلو ادعا وشوه

په هلمند کې د لس وسله والو د وژلو ادعا وشوه

author avatar
17 Jul 2019 - 11:40
په هلمند کې د لس وسله والو د وژلو ادعا وشوه
author avatar
17 Jul 2019 - 11:40

ښرنه-لښکرګاه (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې د پکتيکاپه يوسف خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسلو دوه زېرمې يې کشف او له منځه وړي او په هلمند کې هم ١٢ طالبان وژل شوي دي.

په پکتيکا کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحم دل حيدرزي د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په تېرو دوه ورځو کې د يوسف خېلو ولسوالۍ په خيربين سيمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو دوه زېرمې کشف او له منځه وړل شوې دي.

د حيدرزي د معلوماتو له مخې، له دغو زېرمو څخه د وسايطو ضد اتيا کړۍ ماينونه، يو بي ام يک ، پنځوس بورۍ چاودېدونکي توکي، يوه کشفي کامره، يو شمېر مهم اسناد، د پوځي زده کړو تدريسي مواد، يو فولډر موټر او دوه موټرسايکلونه ترلاسه شوي وو چې په سيمه کې له منځه وړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې يو شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او هم درې تنه يې ژوندي نيول شوي دي.

دغه راز دپکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني په دې اړه پژواک ته وويل چې په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو وروستي عمليات له لاسته راوړنو ډک وو.

د يادونې ده چې خيربين د مرکز ښرنې په ١٨ کيلومترۍ کې پرته سيمه ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې واک له طالبانو سره دى.

دغه راز د يو بل خبرله مخې، په هلمند کې هم وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدیر بهادرزي پژواک ته وويل چې افغان او بهرنيو ځواکونو په کجکي او سنګين ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.

دى وايي چې د دغو عملياتو پرمهال ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي، يو شمېر نور يې ټپيان او پټنځايونه يې له منځه وړل شوي دي.

بل لورته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.