ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په څلورو کلونو کې د کوچيانو څه باندې٩٠٠ شوراګانې جوړېږي

په څلورو کلونو کې د کوچيانو څه باندې٩٠٠ شوراګانې جوړېږي

author avatar
17 Jul 2019 - 16:17
په څلورو کلونو کې د کوچيانو څه باندې٩٠٠ شوراګانې جوړېږي
author avatar
17 Jul 2019 - 16:17

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې تر اوسه د کوچيانو لپاره ۶۵ شوراګانې جوړې شوي او په پام کې ده چې دغه شمېرترڅلورو کلونو څه باندې ٩٠٠ ته ورسوي.

دغه څرګندونې د ولسي تړون ملي پروګرام د کوچیانو د پراختیا مسوول اظهارالحق فضلي، نن د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې د کوچيانو شورا د ټاکنو د پايلو د اعلان په مراسمو کې وکړې. 

دى وايي چې يادې ټاکنې نن د بګرامیو ولسوالۍ د چمن په سيمه کې ترسره شوې.

ده په ټاکنو کې د ټولو ګډونوالو کره شمېر په ګوته نه کړ، خو ويې ويل چې په دغو ټاکڼو کې د کوچیانو د شاوخوا ۳۰۰ کورنیو کسانو برخه واخيسته چې دوه سوه يې ښځې وې.

دى وايي، د دغو ټاکنو په پايله کې دېرش کسيزه شورا جوړه شوه چې ١٥ غړي يې نارينه او ١٥ يې ښځې دي. هغه وايي چې د شورا مشر د شورا د غړو د رايو پر بنسټ ټاکل کېږي.

د بګرامیو ولسوالۍ د کوچيانو د ولسي تړون پروګرام مشر پژواک خبری اژانس ته وويل:" مخکې به موږ نه شو کولی خپلې ستونزې له دولت سره شریکې کړو، اوس د دغې شورا له لارې کولى شو له دولت سره همغږي ولرو."

ده وویل، کوچیان په دغه سيمه کې  د معارف، روغتیا او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخو کې ستونزې لري او دولت باید دغو ستونزو ته جدي پام وکړي.

د ولسي تړون ملي پروګرام د کوچیانو د پراختیا مسوول د معلوماتو له مخې، د ټول هېواد په کچه د ولسي تړون ملی پروګرام لپاره ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

دى وايي چې دغه پروګرام به څلورو کلونو کې پلى شي او له لارې به يې د کوچيانو ٩٠٢ شوراګانې جوړې شي. 

هغه وويل چې تر اوسه ۶۵ شوراګانې جوړې شوې دي.

د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې له کوچيانو سره د څښاک د پاکو اوبو، برېښنا، روغتيا، پوهنې او کرنې په برخو کې اړينې مرستې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.