د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«د امریکا او طالبانو د لیدنو جزئیات له افغان حکومته پټ نه دي»

«د امریکا او طالبانو د لیدنو جزئیات له افغان حکومته پټ نه دي»

Jul 17, 2019 - 19:50

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۸): د سولې په چارو کې د دولت وزیر سولې ته د رسېدو لپاره د سیاستوالو ملي اجماع مهم اړتیا ګڼي او وايي، د سولې په اړه د هېڅ ناستې جزئیات له افغان حکومته پټ نه دي.

د مشرانو جرګې غړو نن د سولې په چارو کې د دولت له وزیر عبدالسلام رحیمي سره چې جرګې ته رابلل شوی و، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د ابهاماتو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د جرګې یوه سناتور فرهاد سخي زاده په نننۍ ناسته کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرو پر ابهاماتو پر نیوکې کولو سره وویل، د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ ځينې ناستې د پردې تر شا ترسره کېږي او حکومت ترې هېڅ معلومات نه لري.

د حسن هوتک په نوم یو بل سناتور د افغانستان په محوریت د سولې په خبرو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: ((زموږ لپاره داسې سوله ارزښت لري چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ وشي.))

د مشرانو جرګې بل غړي کامل بېک د سولې په خبرو کې د افغان حکومت محوریت مهم وباله او ویې ویل، د سولې خبرې باید د افغان حکومت له خوا پر مخ  یوړل شي.

دغه سناتور وویل: ((د سولې په خبرو کې د وسله والو مخالفینو رښتینولي او د سیمې هېوادونو رښتینی ملاتړ اړین دی او د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د رښتینې سولې بنسټ کېږدي څو تلپاتې سوله رامنځته شي.))

بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې افغان حکومت د سولې په برخه کې له هر پرمختګ څخه خبر دی او د افغان سولې په برخه کې هېڅ ناسته له افغان حکومت پټه نه ده.

هغه دې ته په اشاره چې له طالبانو سره د سولې مخکينۍ ټولې ناستې د مشورې او نظر وړاندې کولو تر کچې وې چې د سولې د رسمي خبرو له پیل وروسته ټول جزئیات له هېوادوالو سره شریکېږي.

نوموړي زیاته کړه: ((د هېواد د سولې بهیر ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره له دې ستر فرصت څخه د استفادې هڅې روانې دي، دغه راز ګټورې طرحې جوړې شوې او سولې ته د رسېدو لپاره باور جوړونې، مذاکرې، توافق او په پای کې به هوکړې عملي شي.))

رحیمي د افغان کډوالو راستنېدل د تلپاتې سولې لپاره یو شرط وباله او ویې ویل، د حکومت مشرتابه څه موده مخکې د تصمیم نیونې میکانیزم جوړ کړی و او اوس هڅه کېږي دغه میکانیزم بیا راژوندی شي.

د سولې په چارو د دولت وزیر سولې ته د رسېدو لپاره د سیاسیونو په ګډون ملي اجماع اړینه وبلله او ویې ویل، هڅې روانې دي چې ټول مشران، سیاستوال، د ټولنې بېلابېل قشرونه او افغان دولت د خبرو پر مهال واحد دریځ ولري.

نوموړي ولسمشر د هېواد د ملي ګټو ملاتړی او ساتونکی وباله او ویې ویل، ولسمشر غني د ملت تشویشونو ته په کتو د سولې بهیر په ډېر احتیاط پر مخ وړي.

د ناستې په پای کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د دې په روښانولو چې د سولې له بهیره جدي څارنه کوي، وویل: ((په دې اړه چې د سولې خبرې روانې دي، خوشبین یم، خو جدي ملاحظات هم لرم، ځکه چې تر اوسه د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه ملي شورا ته هېڅ سپیناوی نه دی شوی.))

نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګونو پر نه شریکولو نیوکه وکړه او ویې ویل، له بده مرغه چې له ځینو سیاسي ګوندونو او کسانو سره په دې اړه لیدنې کتنې ترسره شوې، خو د خلکو استازي د دې خبرو په اړه هېڅ معلومات نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((سیاسیون او ټاکنیز ټکټونه باید پوه شي چې سوله شخصي او ځانګړی ملکیت نه دی او دغه بهیر باید یو غږ او خپل مثبت رول ولوبوي او له ولسمشر څخه هم غواړو چې د سولې عالي شورا ناستو ته دوام ورکړي او د هغه له لارې د ټولو لوریو نظرونه راټول او د یوې واحدې بستې په ډول باید پرې بحث وشي.))

مسلیمار له ټولو سیاستوالو او د هېواد له مشرانو وغوښتل چې د تلپاتې او باعزته سولې د ټینګښت لپاره د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره نږدې همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو میاشتو کې په قطر هېواد کې د طالبانو او امریکا تر منځ د افغان سولې په تړاو خبرې شوې، خو تر اوسه یې روښانه پایله نه ده معلومه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement