ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اقتصادي ستونزو له امله د سولې ولسي حرکت فعاليتونه کمزوري شوي

د اقتصادي ستونزو له امله د سولې ولسي حرکت فعاليتونه کمزوري شوي

author avatar
17 Jul 2019 - 14:39
د اقتصادي ستونزو له امله د سولې ولسي حرکت فعاليتونه کمزوري شوي
author avatar
17 Jul 2019 - 14:39

لښکرګاه (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): د سولې ولسي حرکت غړي وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې د دغه حرکت د فعاله ساتلو لپاره تر اوسه يو روغتون او درې دوکانونه پلورلي خو اوس بيا هم له ستونزو سره مخ دي.

د دغه حرکت غړي وايي چې اوس يې خپل امکانات هم خلاص شوي او تر اوسه چا ورسره مرسته هم نه ده کړې.

د اړوندې موضوع په اړه د سولې ولسي حرکت مرکزي غړي باچا خان مولا داد د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې دوى له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ((د دغه حرکت لپاره ما خپل څو دوکانونه خرڅ کړل، اقبال خېبر خپل شخصي روغتون خرڅ کړ، نورو هم چې څه امکانات درلودل هغه يې وکړل خو اوس پيسې خلاصې شوي او له مشکل سره مخ يو.))

دغه راز په دې اړه د لښکرګاه ښار يو اوسېدونکي عبدالعليم پژواک ته وويل چې پنځه مياشتې وړاندې يې د سولې ولسي حرکت له غړي مولاداد څخه يو دوکان په نهه سوه زره پاکستاني کلدارو پيرلى دى.

نوموړي له مولا داد څخه د دکان د پيرلو اسناد هم پژواک ته ښکاره کړل.

همدارنګه د ډاکټر عبدالولي په نوم يو بل کس پژواک ته وويل چې د سولې ولسي حرکت له غړي اقبال خېبر څخه يې روغتون پيرلى دى.

هغه وايي: ((پخوا په دې روغتون کې خپله اقبال خېبر کار کاوه، خو څو مياشتې وړاندې يې پر ما خرڅ کړ، ځکه چې د سولې حرکت لپاره يې پېسې نه درلودې او اوس يو ځل بيا له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.))

په ورته وخت کې د سولې ولسي حرکت بل غړي زمري ځلاند پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې دوى له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ده وويل که چېرې اقتصادي ستونزې يې هوارې نه شي، دوى نور نه شي کولاى دغه حرکت ته ادامه ورکړي.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل: (( څو ورځې وړاندې کابل ته تللو، د ټکټ پيسې مو نه درلودې، له کندهار څخه بېرته هلمند ته راغلو.))

خو بل لورته د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې د سولې ولسي حرکت غړو تر اوسه په رسمي ډول له دوى سره د خپلو اقتصادي ستونزو مسله نه ده شريکه کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.