د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د بلخ په وروستيو جګړو کې عام خلک زيانمن شوي"

"د بلخ په وروستيو جګړو کې عام خلک زيانمن شوي"

Jul 17, 2019 - 11:54

مزارشريف ( پژواک، ٢٦ چنګاښ ۹۸) : د بلخ د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د روانو جګړو له امله ډېر مالي او ځاني زيانونه ور اوښتي دي.

د چمتال، چهاربولک، دولت اباد او بلخ ولسواليو ځينې کلي هغه سيمې دي چې وروستيو ورځو کې په کې سختې جګړې تېرې شوې دي.

سره له دې چې افغان ځواکونه او وسله وال طالبان يو بل ته د درنو تلفاتو اوښتو ادعا کوي؛ خو عام خلک وايي چې روانې جګړې ډېره قرباني له دوی څخه اخلي.

په يادو سيمو کې د جګړو له امله ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته هم اړ شوې دي.

پژواک د همدې راپور د برابرو پر مهال داسې کورنۍ هم وموندله، چې تېره اوونۍ يې پنځو غړو ته په يو هوايي بريد کې تلفات اوښتي دي.

عصمت الله د همدې کورنۍ غړی دی، چې اوس د بلخ په ملکي روغتون کې د خپل ټپي شوي کاکا پر درملنه بوخت دى.

هغه وايي، د تېرې پنجشنبې په ماښام د چهاربولک ولسوالۍ په يلمان کلي کې يې د يو هوايي بريد پر مهال درې خپلوان ووژل شول او د ده د يوه تره په ګډون دوه تنه نور ټپيان شول.

ده زياته کړه، په هوايي بريد کې وژل شوي کسان يو پلار او دوه يې ځوان زامن وو.

نوموړي وويل: (( مازيګر وو، يوه ډله طالبان د طيارو له خوا تعقيب شوي وو، طالبانو د کلي منځ کې پر سړک خپل موټر سايکلونه پرېښي او زموږ پر کور ننوتي وو، همدې حالت کې زموږ د کورنۍ غړي بېرون راوتلي وو، چې وګوري څه کيسه ده، طالبان کور کې دننه وو؛ خو د کورنۍ نارينه بېرون پر سړک ولاړ وو، له طيارو څخه پر همدې خلکو بريد وشو چې په پايله کې يې دغه تلفات واوښتل)).

عصمت الله اوس له حکومت او افغان ځواکونو څخه هيله کوي، چې د جګړې او عملياتو پر مهال دې د ملکي وګړو ژوند ته ډېر پام وکړي.

د نوموړي په خبره، وسله وال طالبان هم بايد د جنګ پر مهال داسې تاکتيکونه ونه کاروي چې زيان يې بې ګناه ملکي وګړو ته رسېږي.

پنځوس کلنه ګل بي بي هم د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې له روانو جګړو څخه سر ټکوي.

هغې پژواک ته وويل، هم طالبان او هم دولتي ځواکونه د خپلو جګړه ييزو موخو د تعقيب لپاره له ملکي خلکو څخه استفاده کوي.

يادې مېرمنې په ژړغوني غږ پژواک ته وويل: (( ګڼ کور مو دی، خدای شته ۲۰ لمسيان لرم، چې د ټولو عمرونه له پنځلسو کلونو کم دي، چې کله جنګ وي ټول چغې وهي او ځورېږي، څو ځله مو په کور توغندي لګېدلي، د حويلۍ دېوال يې راته چپه کړی، حيران يو چې څه وکړو او چاته وژاړو)).

ګل بي بي وويل، درې زامن يې د دولت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي؛ خو دا بيا هم په کلي کې ښه ورځ نه لري او د جنګ پر مهال زيان ور اوړي.

هغې په حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له ډېر احتياط څخه دې کار واخلي؛ څو ملکي وګړو ته زيان ونه رسوي.

په ورته وخت کې د بلخ ولايت مدني فعال حميد الله ظفرزوی پژواک ته وويل چې وروستيو مياشتو کې بلخ کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخته ډېر خراب شوی دی.

هغه د بېلګې په ډول  چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسوالۍ يادې کړې، چې يواځې د ولسواليو ودانۍ او شاوخوا څو محدود کلي يې د حکومت په لاس کې دي او نورې ټولې ساحې يې سقوط شوې دي.

نوموړی زياتوي، د پورته يادو شويو ولسواليو تر څنګ مزار – شبرغان لويه لار هم ډېره نا امنه شوې او ډېری وخت وسله وال طالبان د سړک سر ته راوځي.

د ظفرزوی په خبره، حکومتي ځواکونو د يادو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه څو ځله عمليات هم ترسره کړي؛ خو په خبره يې چې د عملياتو په پای ته رسېدو سره بېرته تصفيه شوې سيمې سقوط کوي.

د هغه په وينا، حکومت مسووليت لري؛ څو د ملکي خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.

د بلخ ولايتي شورا هم په دغه ولايت کې د نا امنيو پر ډېرېدو اندېښنه لري.

د دغې شورا غړې ريحان سادات د چنګاښ په ۲٦مه، پژواک ته وويل چې  هر څه  ژر بايد د بلخ ولسواليو کې د امنيتي وضعيت ښه کېدو په موخه پراخ عمليات پيل شي.

هغې د ملکي وګړو د تلفاتو پر ډېرېدو هم اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، ډېری وخت طالبان د دې لامل کېږي چې عامو خلکو ته تلفات واوړي.

د مېرمن سادات په خبره، د بلخ وروستيو نا امنيو ته په کتو دغه ولايت کې د شته امنيتي ځواکونو شمېر کم دی؛ نو ځکه يې په خبره چې جګړه زياته شوې ده.

هغې هم غوښتنه وکړه چې د جګړې پر مهال دې د ملکي خلکو مال او ځان ته ډېره پاملرنه وکړي.

له دې سره د بلخ امنيه قومانداني وايي چې د مخالفينو هغه تبليغات يې شنډ کړي، چې د يو شمېر ولسواليو او پراخو سيمو د سقوط په اړه يې کول.

د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې بلخ کې يې د بېلابېلو عملياتو پر مهال مخالفينو ته درانه تلفات اړولي دي.

نوموړي په جګړه کې د ملکي تلفاتو په اړه وويل، ياد زيانونه نږدې ټول د وسله والو طالبانو له خوا خلکو ته ور پېښيږي.

هغه په جګړه کې د افغان ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو خبره ردوي او زياتوي چې ځواکونه يې تر ډېره هڅه کوي؛ څو بې ګناه خلکو ته زيان ونه رسېږي.

له دې وړاندې طالبانو هم له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې ملکي تلفاتو کې دوی لاس نه لري.

له دې سره تېره ورځ شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردومطبوعاتي دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د تېرو څو ورځو په اوږدو کې يې بلخ ولايت کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال شاوخوا ۸۰ طالبان وژلي؛ خو وسله والو طالبانو دا ادعا رد کړې ده. 

پرون د امنيتي سکتور په يوه غونډه کې د جګړو پر مهال د ملکي زيانونو د ارزونو او څېړنو لپاره يوه کمېټه جوړه شوه.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement