د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار دره نور کې د ١٥ ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې

د ننګرهار دره نور کې د ١٥ ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې

Jul 17, 2019 - 15:59

جلال اباد (پژواک،۲۶ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار والي وايي، د دغه ولايت دره نور ولسوالۍ کې دڅه باندې ۶۶۵  ميليون افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي.

نوموړي زياته کړه، تازه د ۱۸۳ عشاريه ۶ ميليونو افغانيو په ارزښت نورې پروژې هم دغې ولسوالۍ ته منظور شوي، د ۱۵ ښوونځيو د رغونې کارونه يې عملاً پيل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل او يو شمېر ولايتي رييسان د چنګاښ په ۲۶مه د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته تللي و او هلته يې د دغې ولسوالۍ د خلکو ستونزې له نږدې واورېدې.

نوموړي وويل، د سفر موخه يې د سيمه ييزو چارواکو او هلته له روانو پروژو نظارت دی او د دې ترڅنګ د خلکو د ستونزو اورېدل دي چې ورته کړي وړانديزونه به يې راتلونکي کې د حل په موخه له اړوندو وزارتونو سره شريک شي.

دی وايي، د دغې ولسوالۍ خلکو د امنيت په برخه کې ډېره مرسته کړې او يوازې د ولسوالۍ د کمو پوليسو په موجوديت کې يې د ولسوالۍ امنيت تامين کړی چې د هېواد په کچه پر امنه ولسوالي ده او هره ورځ ورته سيلانيان هم ورځي.

والي زياته کړه، اوس مهال په دغې ولسوالۍ کې د ۶۶۵ عشاريه دوه ميليونو افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي چې په کې د استنادي دېوالونو، سربندونو او لارو جوړول شامل دي.

هغه زياته کړه، روان کال دغې ولسوالۍ ته د ۱۸۳ عشاريه ۶ ميليونو افغانيو نوې پروژې هم منظور شوي، چې له ډلې يې د ۸۵ ميليونو افغانيو په لګښت د ۱۵ ښوونځيو د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا ښوونځي به راتلونکو څلورو مياشتو کې ورغول شي چې د يادې ولسوالۍ د زده کوونکو ستونزې به ورسره تر يوه حده کمې شي.

په همدې حال کې ځايي خلک وايي، له امنيت پرته د بيارغونې، روغتيا، پوهنې او نور عامه خدماتو په برخه کې ډېرې ستونزې لري.

يو ځايي قومي مشر امير محمد دره نوري پژواک ته وويل، تر ټولو لويه ستونزه د پوهنې ده چې د دغې ولسوالۍ ډېر ماشومان د زده کړو په برخه کې له اسانتياوو بې برخې دي.

نوموړي وويل، امنيت يې خپله تامين کړی؛ خو نورو ډېرو برخو کې له ستونزو سره لاس او ګريوان دي، چې ځوانانو ته کار موندنه يې هم مهمه غوښتنه ده.

د محمد نور په نوم يو بل قومي مشر وويل، د دې ولسوالۍ خلک د ښوونځيو، کلينيکونو، اوبو بندونو او سړکونو برخو کې ډېرې ستونزې لري، چې بايد ورته د حل لارې ولټول شي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم ومنله چې دره نور ولسوالۍ کې مشکلات شته خو وايي چې د ستونزو حل لپاره يې ګامونه اخيستي دي.

دی وايي، په پيل شويو پروژو کې به ګڼ شمېر ستونزې لرې شي او پاتې نورو ته به هم حل لارې ولټول شي.

د يادولو ده په دې وروستيو کې د ننګرهار والي يو شمېر نورو ولسواليو ته هم سفرونه کړي چې هلته يې د ميليونونو افغانيو د پروژو د کار پرانيستې کړې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement