د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسمشر د ځانګړي ځواک يو افسر چې په چاودنه کې ټپي شوى و، ومړ

د ولسمشر د ځانګړي ځواک يو افسر چې په چاودنه کې ټپي شوى و، ومړ

Jul 17, 2019 - 11:27

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨) : د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړي ځواک ( پي پي ايس) يو تن افسر جنرال عبدالغفار چې په يوه چاودنه کې سخت ټپي شوى و، مړ شوى دى.

د کابل دامنيه قوماندانۍ وياند  فردوس فرامرز د چنګاښ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې داچاودنه پنځه ورځې مخکې د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړونده  د قلعۀ زمان خان په سيمه کې شوې وه.

هغه زياته کړه، چاودنه د سړک د غاړې ماين له امله شوې وه او دا پېښه هدفي وژنه نه ده.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي پژواک اژانس ته ومنله چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړي ځواک پي پي ايس يوتن افسر (جنرال عبدالغفار)چې په يوه چاودنه کې ټپي شوى و، تېره ورځ ناوخته د ټپونو له امله مړ شوى دى.

نوموړي زياته کړه،د هغه جسد د سردار داوود خان په روغتون کې و او نن سهار يې د کابل په عيدګاه کې  د جنازې مراسم ترسره شول.

صديقي وايي، ولسمشر اشرف غني هم د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې له نن سهار راهيسې د کابل ښار د وزير اکبرخان ، پل محمودخان، مسعود څلور لارې، کارته نو، ټانک لوګر او ګڼ شمېر نورو سيمو لارې له ساعتونو راهيسې بندې دي او خلکو خپلې ستونزې په ټولنيزو شبکو کې شريکې کړې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement