ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې ديوې مرمۍ دسرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي

سرپل کې ديوې مرمۍ دسرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي

author avatar
17 Jul 2019 - 13:50
سرپل کې ديوې مرمۍ دسرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي
author avatar
17 Jul 2019 - 13:50

 

 کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي چې ددغه ولایت په مرکز کې د سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي دي.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي برخې امر نور اغا فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه تېر مازیګر شپږ بجې د سرپل د مرکز اړوند امام جعفر سیمې په څرځای کې رامنځته شوې ده.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې چې په څرځای کې د راکټ د پاتې شوې سرګلولې له امله شوې څلور ماشومان( ۱۰ کلن محمد یوسف، ۱۲ کلن محمد، ۸ کلن نورګل او ۱۲ کلن حسن) وژل شوي او ۱۲ کلن محمد یونس ټپي دی.

 هغه زیاته کړه، محمد یونس په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دی خو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې په تېر یوه کال کې درې نور ماشومان هم د ماینونو په  چاودنو کې وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.