د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"له مخکنیو وکیلانو سره د ملي شورا ۲۸ موټر او ۱۴۶۹ میله وسلې پاتې دي"

"له مخکنیو وکیلانو سره د ملي شورا ۲۸ موټر او ۱۴۶۹ میله وسلې پاتې دي"

Jul 17, 2019 - 17:42

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): د ملي شورا ۲۸ موټر او ۱۴۶۹ میله سپکې وسلې د دې شورا د ۱۵ مې او ۱۶ مې دورې له وکیلانو سره پاتې دي او اړوند اداره تر اوسه نه ده توانېدلې چې یادې وسلې او موټر بېرته تر لاسه کړي.

د ملي شورا پنځلسمه تقنیني دوره په ۱۳۸۹ کال کې پای ته ورسېده او شپاړسمه دوره یې پیل شوه. له اتو کلونو وروسته د روان کال د غويي په شپږمه د ملي شورا ۱۷ مه تقنیني دوره پرانیستل شوه.

د هغه معلوماتو له مخې، چې د ملي شورا د امنیتي چارو ریاست له خوا پژواک ته سپارل شوي ۲۲۴ میله وسله (۱۶۲ میله کلاشینکوفونه او ۶۲ میله تومانچې) د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې له وکیلانو سره او ۹۲۷ میله وسله (۷۰۲ میله کلاشینکوفونه او ۲۲۵ میله تومانچې) د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې له وکیلانو سره پاتې ده.

سرچینې زیاته کړې چې ۱۹۷ میله کلاشینکوفونه او ۶۷ میله تومانچې هم د مشرانو جرګې د ۱۵ مې دورې له غړو سره پاتې دي او یادې ادارې ته یې نه دي سپارلي.

د معلوماتو له مخې، ۲۹ میله کلاشینکوفونه او ۱۵ میله تومانچې د ملي شورا د یو شمېر غړو له کورنیو سره پاتې دي چې د کاري مودې په جریان کې مړه شوي او یا وژل شوي دي.

دغه راز هغه روښانه کړه چې اته میله کلاشینکوفونه او دوه میله تومانچې هم ددې شورا له هغو مخکنیو غړو سره چې له دندې یې استعفا کړې پاتې دي.

یادې سرچینې د هغو وسلو په اړه چې اوس د امنیتي شورا په واک کې دي  معلومات ور نه کړل.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د ملي شورا د ۱۶ مې دورې له ۲۸ غړو سره ۲۶ ددې شورا د امنیتي چارو ریاست ۲۶ رېنجر او دوه (اف ۳۵۰) ډوله موټر پاتې دي او یاد وسایل یې سره له دې چې د شورا اوولسمې دورې ته نه دي بریالي شوي د امنیتي چارو ریاست ته نه دي سپارلي.

نوموړي روښانه کړه، د شورا د مخکنیو غړو د موټرو د تېلو حواله قطع شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه شورا اوس له یادو موټرو پرته ۱۱۲ عرادې موټر لري چې په امنیتي چارو کې ترې استفاده کېږي.

د ملي شورا د امنیتي چارو ریاست یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وویل، په تېرو څو کلونو کې د ملي شورا دارالانشا او امنیتي چارو ریاست د دې شورا له مخکنیو هغو غړو سره چې وسلې او وسایل ورسره پاتې دي اړیکه نیولې څو ددې شورا امانت وسپاري خو دا کار یې نه دی کړی.

هغه زیاته کړه، یاده موضوع یې د ملي امنیت له ریاست، د ولایتونو له امنیه قوماندانیو، کابل ګارنېزیون او لویې څارنوالۍ سره هم شریکه کړې او ان لسګونو یادو کسانو ته یې جلب هم لېږل شوی څو وسلې او وسایل شورا ته وسپاري خو دا کار یې نه دی ترسره کړی.

سرچینې وویل: ((دغه ریاست ته د وسلو او وسایلو نه سپارلو ډېرې ستونزې رامنځته کړې، همدا اوس د ملي شورا د اوولسمې دورې غړو ته هغه زړې وسلې وېشل شوې چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له خوا د ډایاګ پروګرام له لارې ټولې شوې.))

هغه دغه راز زیاته کړه، د شورا د امنیتي چارو ریاست دغه موضوع د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکه کړې او د شورا اوسنیو غړو ته یې د نوو وسلو د وېش غوښتنه کړې ده.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((د ملي شورا هر غړي ته څلور میله کلاشینکوفونه او یو میل نومانچه وېشل شوي دي.))

نوموړي یو ځل بیا د ملي شورا له مخکنیو هغو غړو چې ددې ادارې وسایل او وسلې ورسره پاتې دي وغوښتل چې له یادې ادارې سره دې د وسلو او وسایلو په راټولولو کې مرسته وکړي.

پژواک خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر سره اړیکه ونيوله خو یاد دفتر وویل چې اوس ورسره په دې اړه معلومات نه شته.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement