د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يوه روږدې مېرمن : د سوال پيسې په نشه يي توکو ورکوم

ټولنه

آرشيف

فيچرونه

آرشيف

يوه روږدې مېرمن : د سوال پيسې په نشه يي توکو ورکوم

Jul 17, 2019 - 18:00

فېروزکوه (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): په غور ولایت کې په نشه یي توکو روږدې چې هره ورځ د خیر غوښتنې په ۲۰۰ افغانیو نشه يي توکي پېري وايي چې ۳۰ کاله مخکې یې د سګرټ په څکولو د نشې پر سرحد پښه کېښوده او اوس چې هر څومره هڅه کوي د وتلو لار نه لري.

د زرې ناز (مستعار نوم) په نوم ۴۶ کلنه ښځه چې د ایران اصلي اوسېدونکې ده پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۶ کلنۍ کې د ښوونځي په نهم ټولګي کې ټولګیوالو د نشه يي توکو استفادې ته وهڅوله.

هغه زیاته کړه: ((په پیل کې مې له ټولګیوالو سره سګرټ څکول، یوه ورځ مې یوې نجلۍ په سګرټ کې چرس اېښي و، ډېره یې نشه کړم. وروسته مې شراب هم څښل، څه وخت وروسته مې د تریاکو استفاده پیل کړه تر دې چې په نشه روږدې شوم.))

نوموړې وویل، اوس چې هر نشه يي توکی (چرس، تریاک، شیشه...) چې ډېره یې نشه کړي استفاده کوي.

زرې ناز دې ته په اشاره چې ۲۲ کاله مخکې یې له یوه افغان سره واده وکړ او له هغه وروسته په افغانستان کې ژوند کوي زیاته کړه، اوس د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په دویمه ناحیه کې له خپلې کورنۍ سره په نیمه ویجاړ کور کې ژوند کوي.

نوموړې په داسې حال کې چې په خپلو سرېښناکه وېښتانو لاس تېرولو او په ظاهري بڼه یې مسکا خپره شوه وویل: ((ما له داسې چا سره واده وکړ چې هغه هم په نشه يي توکو روږدی و، د ګډ ژوند له پیل راهیسې موږ له خیرغوښتنې پرته بل کار نه دی کړی.))

کله چې د پژواک خبریال له زرې ناز سره خبرې کولې نوموړې او اولادونه یې په یوه داسې خونه کې چې زوړ فرش او توشکې په کې پراته وو، دېوالونه یې د سګرټو په دود تور او دوی د نشې په حال کې وو.

نوموړې وویل، د واده ثمره یې یوه لور او دوه زامن دي چې دوی هم پر نشي توکو روږدي دي او زامن یې چې اوس ۱۶ او ۱۸ کاله عمر لري په یوه موټر شويي کې کار کوي.

د زرې ناز خاوند مخکې مړ شوی او د کورنۍ ټول مسوولیت د ناز پر غاړه دى هغې زیاته کړه:
((خاوند مې د دوامداره ناروغۍ له امله ډېر کمزوری شوی و تېر کال مړ شو او د اولادو سرپرستي   اوس ما ته را پاتې ده.))

د پژواک خبریال هڅه وکړه چې د یادې مېرمنې له اولادونو سره هم خبرې وکړي خو دوی حاضر نه شول او یوازې له دې امله یې اندېښنه څرګنده کړه چې خلک روږدو ته په کمه سترګه ګوري او ښه چلند ورسره نه کوي.

زرې ناز په داسې حال کې چې خپلې اوښکې یې په پړوني پاکولې اولادونو ته یې په ناهیلۍ وکتل او زیاته یې کړه: ((موږ خپله [ما او خاوند مې] ځان بدبخت کړ، اوس مو اولادونو، موږ نشو کولای خوشاله ژوند وکړو، خلک په ښار کې موږ بد ګڼي، هر ځای راته خلک بد رد وايي، که څوک راسره مرسته هم کوي سل بدې راته وايي.))

یادې مېرمنې له خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو وغوښتل چې نشې ته باید مخه نه کړي، ځکه د روږديتوب له نړۍ نه وتل ناشوني دي او دغه کار انسان په ټولنه کې د خلکو د کرکې وړ ګرځوي.

هغې وویل، خپله یې له کورنۍ سره دوه ځله پرېکړه کړې چې نشه پرېږدي، خو نه دي بریالي شوي، ځکه د نشې پرېښودل ډېر سخت دي.

نوموړې زیاتوي:((هغه وخت پوه شوه چې روږدیتوب یو طرفه لار ده او بېرته راګرځېدل ترې ممکن نه دي چې ټول توان او قدرت مې له لاسه ورکړی و.))

خو د غور ولایت د ۲۰ بستریز روغتون رییس ډاکتر محمد عمر لعلزاده وویل، که په نشه يي توکو روږدی کس د نشې پرېښودو ته جدي تصمیم ونیسي حتمن بریالی کېږي.

دده په خبره، په نشه يي توکو هغه روږدي کسان چې غواړي له دې کار لاس واخلي باید په یوه روغتيايي مرکز کې بستر شي.

نوموړي وویل، په تېرو څو کلونو کې د نږدې ۴۰۰ پر نشه يي توکو روږدو مېرمنو درمنله شوې ده.

تر اوسه په غور ولایت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو کرده شمېر نه دی معلوم، خو د یوې سروې له مخې چې په ۲۰۰۵ کال کې ترسره شوې په دغه ولایت کې ۶۰ زره ښځې او نارینه په بېلابېلو نشه يي توکو روږدي دي.

 د حکومتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۳.۶ میلیون کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement