ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د مطالعې دود لا هم پيکه دی

پکتيا کې د مطالعې دود لا هم پيکه دی

author avatar
17 Jul 2019 - 15:32
پکتيا کې د مطالعې دود لا هم پيکه دی
author avatar
17 Jul 2019 - 15:32

ګردېز (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٨): د هېواد د ځينو نورو سيمو په څېر په پکتيا ولايت کې هم د بېلابېلو عواملو له امله لا هم د کتاب لوستلو دود کمزورى دى.

د پکتيا اوسېدونکي او کتاب پلورونکي د کتاب نه لوستلو لوى لامل د مجهزو عامه کتابتونونو نشتون، فېسبوک او نورې ټولنيزې رسنۍ، په قانوني او غير قانوني ډول د کتابونو پي ډي اف (PDF) کول او لوړې بيې يادوي.

په دې اړه د پکتيا د سيدکرم ولسوالي اوسيدونکي محمدنبي کليوال پژواک ته وويل چې د ښوونځي او محصلي په دوران کې ډېری ځوانان بېوزله وي او له دې امله ځينې مهال ان د رسمي کتابونو پېرلو وس نه لري، چې په خبره يې له پوهنتونونو تر فراغت وروسته هم ګڼ ځوانان بې روزګاره وي او د کتاب پېرلو پيسې نه لري.

کليوال وويل: (( پکتيا کې د کتاب لوستلو دود رښتيا هم پيکه دی؛ ځکه چې اکثره ځوانان بې وظيفې دي، اقتصاد يې ضعيف دی او د کتاب اخيستو توان نه لري. دا فرهنګ په دې هم قوي کېدلای شي چې دلته لوی عامه کتابتونونه جوړ شي، نه يوازې ګردېز، بلکې ولسواليو کې هم.))

د ګردېز اوسېدونکې نجيبه احمدي بيا پر ځوانانو او د کورنيو پر مشرانو نيوکه کوي، چې د مطالعې فرهنګ دودولو په برخه کې يې ناغېړي کړې او له دې امله چې دوی مطالعه نه کوي، په کورونو کې رالوييدونکي کوچنيان هم د مطالعې له ارزښتنه بې خبره پاتې کيږي.

احمدي وايي چې مطالعه د ټولو انسانانو اړتيا ده او په تېره نجونې او مېرمنې پر ځينو مسايلو د پوهېدو لپاره کتاب لوستلو ته اړتيا لري، چې بايد د کورنۍ مشران کورونو ته د کتابونو په وړلو دا مسووليت ادا کړي.

نوموړې زياته کړه: ((له ټولو وروڼو او پلرونو زما دا خواهش دی چې کور ته کتابونه يوسي؛ ځکه چې د هغوی د پوهې کچه ور سره لوړيږي، مسايل او معلومات ترې اخلي او د بېلابېلو مسايلو په اړه د خپلو معلوماتو تشه هم پرې ډکوي.))

کتاب پلورونکي بيا ټولنيزې رسنۍ، په غيرقانوني ډول د کتابونو pdf کول او د دوکانونو لوړې کرايې د کتاب د کم پلور او د کتاب لوستنې دود د پيکه کېدو عوامل يادوي.

دغه راز په دې اړه ګردېز کې د علمي کتاب پلورنځي مسوول صديق علمي پژواک ته وويل: ((مخکې د مطالعې دود زيات و، خو اوس کم شوی دی. وجه يې فېسبوک او pdf ته د کتابونو اړول دي، چې ځينې خلک دا کار کوي، کله چې ځوانان کتابونه pdf کړي، بيا يې لولي هم نه. مخکې زيات خلک راتلل او کتابونه يې اخيستل، خو اوس ډېر کم دي.))

يو بل کتاب پلورونکی بسم الله وايي چې ډېری زده کوونکي، په تېره محصلين اړ دي چې کتابونه وپيري او بيا يې مطالعه کړي ځکه عامه کتابتونونه نشته دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.