ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ولسمشرۍ ټاکنو له یوه نوماند پرته د نورو خوندیتوب ته توجه نه کېږي»

«د ولسمشرۍ ټاکنو له یوه نوماند پرته د نورو خوندیتوب ته توجه نه کېږي»

author avatar
18 Jul 2019 - 20:12
«د ولسمشرۍ ټاکنو له یوه نوماند پرته د نورو خوندیتوب ته توجه نه کېږي»
author avatar
18 Jul 2019 - 20:12

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۸): د مدني ټولنو د یو شمېر بنسټونو معلومات ښيي چې «حاکم ټيم» په دې وروستیو کې له دولتي امکاناتو په استفاده داسې پروګرامونه جوړوي چې ټاکنیز کمپاین بلل کېږي، خو د ولسمشرۍ ټاکنو د نورو نوماندانو امنیتي خوندیتوب ته کمه توجه هم نه ده شوې.

د «ارزونې او د ۱۳۹۸ کال تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې موندنې» دغه څېړنه د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع (مجما)، د بایسکل ځغلولو تفریحي موسسې، د افغانستان د معلولینو لپاره بیا توانمندۍ (ابرار) او د افغان ښځو لپاره د بشري حقونو د ښوونیز مرکز له خوا ترسره شوې ده.

یاده څېړنه يه یوه میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو له ۱۵ نوماندانو، د ټاکنیزو کمېسیونونو له مسوولینو او په ټاکنو پورې له اړوند بنسټونو سره د مرکې له لارې شوې ده.

د دې څېړنې په اساس، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نوو کمېشنرانو ګومارنه، د رایې ورکوونکو د پاک نوملړ نه موجودیت، له دولتي امکاناتو د حاکم ټيم ناوړه استفاده، د ولسمشرۍ ټاکنو د نورو نوماندانو امنیتي خوندیتوب ته نه پاملرنه او د ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې د مرکزونو د امنیت ساتل هغه ستونزې دي چې د ټاکنیزو ټکټونو لخوا یادې شوې دي.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع (مجما) رییس عزیز رفیعي په ولسمشرۍ ټاکنو کې له نهه میلیون د ډېرو رایې ورکوونکو ګډون د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، ټاکنو کمېسیون تر اوسه د رایې ورکوونکو د کره شمېر په اړه ډاډ نه دی ورکړی او که کره شمېر معلوم نه شي، د ټاکنو روڼتیا ته سترې ستونزې پېښوي.

هغه زیاته کړه: ((د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو لویې اندېښنې په قدرت کې د حاکم ټيم له خوا له دولتي امکاناتو استفاده ده او که له دغو امکاناتو پراخه استفاده وشي، د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.))

نوموړي د یوه ټاکنیز ټکټ له خوا له دولتي امکاناتو پر ناوړه استفاده پر نیوکې کولو سره وویل، له بده مرغه چې هغه امکانات چې حاکم ټيم په واک کې لري، له نورو نوماندانو سره نشته.

یادې نیوکې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفیر جان باس د ولسمشرۍ ټاکنو له ټولو نوماندانو وغوښتل چې له هر ډول دولتي امکاناتو څخه له استفادې ډډه وکړي، ځکه دا د افغانانو او امریکا هيله ده.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع (مجما) رییس د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، په ټوله کې نړیواله ټولنه، حکومت، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو، ټاکنیز کمېسیونونه او امنیتي بنسټونه د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د ناستې بل ویناوال د ښځو لپاره د بشري حقونو د ښوونیز مرکز اجرایوي رییسې روشن څېړن وویل، په ټاکنو کې باید له ډېر دقته استفاده وشي او د هر ډول ځان مننې مخه باید ونیول شي.

هغې په ټاکلي وخت د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل سره کرښه وبلله او ویې ویل، د ټاکنو له ترسره کېدو پرته نور موارد د هېواد او خلکو په ګټه نه دي او ټاکنې باید په خپل وخت ترسره شي.

دغه بنسټونو له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه د ټاکنو د اغېزمنتوب لپاره د سرچینو تمویل او مالي ملاتړ، سیاسي ملاتړ او د ټاکنو بهیر د ښه والي لپاره د تخنیکي مرستو د برابرولو او د ټاکنیزو کمېسیونونو له فعالیتونو څخه د څار غوښتنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.